The news is by your side.

ټرمپ امریکا وشرموله؛ باید نور سپینې ماڼۍ ته پرېنښودل شي

خبریال وېب پاڼه: ټرمپ په ولسمشرۍ کې هم  د امریکایانو له غبرګون سره مخ وو او اوس هم مخامخ دی.

تازه د امریکا د کانګریس ځینو غړو ویلي، چې ټرمپ ته باید د بیا کانديدېدو اجازه ورنکړل شي.

دوی وایي، چې ټرمپ د خپلې واکمنۍ پر مهال په امریکا کې ناندریو ته لمن وهلې او همدا راز يې امریکا ټولې نړۍ ته وشرموله.

امریکایي سناتوران زیاتوي، چې  د ټرمپ پلویانو د ټولو سناتورانو ژوند او د امریکا تاریخ ته خطر جوړ کړ او ټرمپ یې د مخنیوي لپاره هېڅ هڅه ونکړه.

د دوی به خبره هغه یواځې ورانکارۍ او شخړې کتلې نور یې هېڅ نه کول.

سناتوران وایي، ټول باید دا پرېکړه وکړي، چې له مخې یې ټرمپ په ټاکنو کې د بیا ځلې کانديدېدو وړتیا و نه لري او د سپینې مانۍ په شاوخوا کې د ګرځېدو اجازه ورنکړل شي.

امریکایي سناتوران وروسته له پر ټرمپ د دې بندیزونو غوښتنه کوي، تازه د امریکا ولسمشر جو بایډن د اوکراین له ولسمشر ویلاديمیر زیلنسکي سره تلیفوني خبرې کړي او ډاډ یې ورکړی چې امریکا د روسیې د اقدام په صورت کې د اوکراین تر څنګ ولاړه ده او په خبره یې که اړتیا پېښه شي نو ناټو به روسیې ته سخت ځواب ورکړي.

Comments are closed.