The news is by your side.

پاکستان د سقوط په درشل کې/ هڅه کوي افغان پانګوال جذب کړي

خبریال وېب پاڼه: پاکستان وروسته له هغه د افغان پانګوالو د جذب هڅه پيل کړې کله چې یاد هېواد له سخت اقتصادي ناورین سره مخ دی.

د راپورونو له مخې پاکستان غواړي د تابعیت قوانین اسانه کړي او په دې لړ کې غواړي افغان شتمن په دغه هېواد کې جذب او د اوسېدو زمینه ورته برابره کړي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې پاکستان په دې توګه غواړي د افغانانو شتمنۍ په دغه هېواد کې راټولې کړي او هلته پرې پانګونه وکړي.

له دې سره هم مهاله د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم په تازه څرګندونو کې ویلي، چې پاکستان د ګاونډیو تر څنګ د نړیوالو سوداګرو د جذب لپاره هڅه کوي.

د ده په وینا دا پرېکړه به ګټوره وي خو ځینې غبرګونونه به هم له ځان سره ولري.

دا راپورونه وروسته له هغې خپرېږي، چې د جمعیت علما اسلام ډلې مشر، مولانا فضل الرحمن تېره ورځ ویلي وو، چې  پاکستان کې وضیعت مخ پر خرابېدو دی او لرې نه ده، چې دا هېواد به هم ډېر ژر سقوط شي.

د هغه په خبره، عمران خان د وضیعت په مدیریت نه پوهیږي نو ښايي ژر د پاکستان د سقوط شاهدان و اوسو.

نوموړي دغه راز د پاکستان اقتصادي وضعیت هم د اندېښنې وړ بللی وو.

Comments are closed.