The news is by your side.

واورې؛ دایکندي او غور ته تللې لارې بندې کړې

خبریال وېب پاڼه: د بامیان ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسولان وایي د کابل او دایکندي ولایتونو ترمنځ د ډېرې واورې له امله لارې د تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.

سرچینه د هوا د بیړنیو حالاتو او سختې واورې له امله له هېوادوالو غواړي، چې د یادو مسیرونو تر خلاصون پورې دې پر دغو لارو تګ راتګ نه کوي.

د یاد ولایت چارواکي زیاتوي، چې د هوا له ښه کېدو سره به دا لارې ژر پاکې کړي.

دغه راز په کندهار کې له تېرې شپې راهیسې پیل شوي دوامداره باران له امله په ښار او ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي دي.

د دغو سېلابونو له امله د زیان خبر تر اوسه نه دی ورکړل شوی.

د یادونې ده، چې له یادو ولایتونو سر بېره د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې نن او سبا د سختو بارانونو، واورو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.

یادې ادارې تېره ورځ په یوه خبرپآڼه وویلې، چې په ځینو ولایتونو کې به واوره او په ځینو نورو کې به سخت باران ووري، چې له امله به یې سېلابونه هم راووځي.

Comments are closed.