ایران تالبانو ته مهم وړاندیز او د رسمیت پېژندنې شرط يې وړاندې کړ
خبريال ويب پاڼه/ څلور مياشتې تيريږي چې تالبان پر افغانستان واکمن شوي په دې څلورو میاشتو کې د افغانستان بد وضعيت کې تالبانو ډيري بدې ورځې وليدلې او نړيوالو خورا لوی انتقادونه پرې وکړل.
د ايران ولسمشر، نورو ديپلوماتانو تر دې وړاندې هم د افغانستان د راتلونکي نظام په هکله نظريات ورکړي وو.
د دې هېواد ولسمشر ابراهيم رييسي په افغانستان کې د يوه ټولشموله حکومت د جوړیدو غوښتنه وکړه او دا يې بریا وبلله.
خو اوس تازه د افغانستان د نوي حکومت د نظم جوړولو په هکله د ایران د بهرنیو چارو وزارت خپله نظریه شريکه کړې.
د ايران د به بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيبزاده تالبانو ته مشوره ورکړه چې د اسلامي ولسواکۍ پر بنسټ دي خپله حکومتولي جوړه کړي، هغه وويل اسلامي ولسواکي د افغانستان د راتلونکي نظام لپاره بهترينه او ښه ترينه نخسه ده.
هغه د تالبانو حکومت رسميت پيژندنې په هکله وويل ترڅو چې تالبانو يو ټولګډونه حکومت نه وي رامنځته ته کړی نو دا هېواد به يې په رسميت و نه پيژني.
دې ايراني چارواکي پر دې ټينګار کړی چې تالبان به يو ټولشموله حکومت جوړوي ترڅو په افغانستان کې ميشت ټول قومونه په کښې خپل ځانونه وويني.
دا دايران د ولسمشر خوښه هم وه
ابراهيم رييسي څو مياشتي وړاندي د ايران ولسمشر او هغه مهال يې هم ويل چې د افغانستان په هکله ښه نظريه لري، هغه پر تالبانو باندې ږغ وکړ چې د خپلې راتلونکې بريا لپاره باید په افغانستان کې يو ټولشموله حکومت جوړ کړي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت یو بل کارکوونکي بيا انتقاد پر امريکا وکړ او و يې ويل چې د خليلزاد په لاس پیل سوې ډرامه سوله نه بلکې د رژيم بدلون وو، چې غني دا ډرامه ټوله افشا کړه.
اشرف غني په خپلو تازه څرګندونو کې پر امريکا سخت انتقاد وکړ او زياته يې کړه چې د دوی باور پر امريکا د افغانستان اسلامي جمهوريت سقوط کړ هغه وويل چې د دوحې توافق د افغانستان سپارل تالبانو ته وو.
Comments are closed.