The news is by your side.

هغه تالب چې واده کې یې اتڼ کاوه ونيول شو

خبريال ويب پاڼه/ په ټولنيزو رسنيو کې يو شمېر د خوښۍ انځورونه چې پکښې د يوه ځوان واده کوژدن يا بله خوشحالي ده په غاړه يې ګلونه دي او مخ ته يې د يوه ځوان تالب جنګیالي په ګډون ځوانان اتڼ او نڅا کوي ليدل کيږي.
ځوان تالب چې په دې خوشحالي کې يې اتڼ کړی وسله ورسره او نظامي چاکت يې په تن دی.
دا به دا واده خوشحالۍ وي چې دا تالب جنګیالی يې له نورو خلکو سره لمانځي، په ورته وخت همدا ځوان تالب لاس تړلی د نظامي رنجر باډۍ کې نورو يونفورم داره تالبانو نيولی او د زندان پر لور يې بيايي.
پر ټولنيزو رسنيو له دې انځور سره ډير شمېر تالبانو ويلي چې اصلاح يې له ځانه پيل کړې او دی تالب جنګیالي باید اتڼ نه وای کړی ډول ته نه وای ګډ شوی او که ګډ شوی هم وای بيا يې بايد په تن نظامي يونفورم او وسله نه وای.
اصلي خبره داده چې تالبان قصد نيولي د موسيقۍ ږغول شايد هر ځوان تالب ته خوند ورکړي خو دوی اوس په ګوندي چوکاټ کې ايسار او حيران دي چې څه وکړي.
که څه د تالبانو مشرتابه په رسمي ډول د موسيقۍ د ږغولو په هکله څه نه وايي خو د امربالعروف يو شمیر رياستونو د کابل په ګډون ځينو ولايتونو کې خلک د موسيقۍ له اوريدلو را ګرځولې.
تالبانو په ۹۰ کلونو کې په افغانستان کې د موسيقۍ پر اوريدلو او ږغولو مطلق بنديز لګولی وو، اوس تازه اقدام کې تالبانو په کابل ولايت کې د ټکسي چلوونکو او نورو خلکو ته ويلي چې ږيري پريږدي، نامحرمه ښځې په اوږده سفر بو نه زي او همدارنګه په موټر کې موسيقۍ وا نه وري.
يو شمېر ځوانان او نور د ټولنې اقشار د تالبانو دا ډول کارونه د ناکامۍ پر لور د دوی يو خوځښت بولي، هغوی وايي هېواد به یوه بهراني حالت کې دی او اړتيا ده چې نورو کارونو ته د موسيقۍ غوندي په ټينګه ودريږي.،

Comments are closed.