The news is by your side.

د کابل ـ جلال اباد پر مرګونې لار، ترافیکې پېښو۶ تنه مړه کړل

خبریال وېب پاڼه: د کابل ـ جلال اباد پر لویه لار د درېیو ترافيکې پېښو له امله شپږو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دا پېښې پر یاده لار د لغمان ولایت اړوند مشلې کمر سیمه کې رامنځته شوې دي.

د لغمان ولایت د رسنیو دفتر وایي، چې دا پېښې تېر ماښام د زیات اورښت او د سړکونو ښوېیدو له امله رامنځته شوې دي.

سرچینه زیاتوي، چې لومړۍ دوه پېښې په مشلې کمر نومې سیمه کې شوې، چې پکې دوه تنه مړه شوي او اته تنه نور ژوبل شوي دي.

د سرچینې په خبره درېیمه پېښه یې  د کابل ـ جلال اباد لویې لارې له ترازو سیمې سره نېږدې شوې چې څلورو تنو پکې ژوند له لاسه ورکړی دی.

چارواکي وایي، له یوه لورته دا لاره مرګونې او ګواښوونکې ده او بل لورته د موټر چلوونکو له لوري د ترافیکي اصولو نه مراعات هغه څه دي، چې وخت نا وخته پر دې لاره ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.

بل لورته بیا مسافر هم د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي هغه لاملونه دي، چې له امله یې ډېر کله دا ډول پېښې رامنځته کېږي.

دوی وایي، تېرو حکومتونو هم د دې خطرونو مخه ونه نیوله او دا لاره یې جوړه نه کړه، خو له اوس له تالبانو هیله کوي، چې دا لاره جوړه او دا دا ډول مرګونو مخنیوی وکړي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې بیا په هرات ولایت کې هم تېره ورځ ناوخه د سراچه ډوله موټر د چپه کېدو له امله ۱۳ تنه ژوبل شوي وو.

چارواکي وایي په ژوبلو کسانو کې د دوو تنو حالت ښه نه دی.

Comments are closed.