تالبان په خپل پوځ کې د ځانمرګو بریدګرو ډله هم شاملوي
خبریال وېب پاڼه: تالبان وایي، دوی په خپل جوړېدونکي پوځ کې د ځانمرګونو بریدګرو ډله هم شاملوي.
د تالبانو ویاند ذبیح الله م جاهد وايي، دا ډله به د دفاع وزارت په چوکاټ کې د ځانګړو ځواکونو په توګه جوړ او په ځانګړو عملیاتو کې به ترې کار واخیستل شي.
سرچینې په پوځ کې د ښځينه افسرانو د شتون په اړه هم ډاډ ورکړ.
م جاهد زیاته کړه، چې د تالبانو په پوځ کې به د اړتیا پرمهال ښځې او د پخواني حکومت مسلکي کسان هم وګومارل شي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې تېره ورځ د تالبانو د دفاع وزارت ویلي وو، چې د ۱۰۰ زره کسیزې اردو د جوړولو کارونه بشپړ شوي دي او دوی به یو منظم او پیاوړی پوځ ولري.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې په بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې تالبانو په سرحدي سیمو کې خپل ځانمرګي بریدګر ځای پرځای کړي دي.
Comments are closed.