د تالبانو ژوند سره د پاکستان مرګ پيل شوی.
خبريال ويب پاڼه/ د تالبانو ژوند سره د پاکستان مرګ پيل شوی
د ۲۰۲۱ کال د زیږدیز کال د اګست میاشت کې تالبان د پاکستان په ملاتړ پر افغانستان واکمن شول او له هغه را وروسته پاکستان کې بده ورځ پيل شوې.
د امنيت او جګړې د مطالعاتو انستیتوت په خپل یوه راپور کې جوته کړې چې د تالبانو بريا کې د پاکستان مرګ ليکل شوی وو.
د دې انستیتوت ډ راپور له مخی د تالبانو له بریا وروسته په ګاونډي پاکستان کې د تروريستي پيښو په ګراف کې د پام وړه زیاتوالی راغلی.
د مالوماتو له مخې په نورو کلونو کې د پاکستان په کچه ډير ټیټوالی راغلی خو په ۲۰۲۱ کال کې د امنيتي پيښو ګراف خورا لوړ او کله چې تالبان پر واک شول نو امنيتي پيښو چې په سل کې ۵۶ سلنه زياتوالی راغلی.
تالبان يوازي او يوازي د پاکستان په مرسته تر قدرته ورسیدل خو داسې ښکاري چې د دوی يارانه به هم دوام ونکړي.
په پاکستان د تحريک تالبان او بلوچستان کې د بلوڅ ملت پالو بريدونه په پاکستان توبې کښلې او په دې وروستيو کې يې پرې سخت تندريځ بريدونه کړي.
د مالوماتو له مخې يوازي په وروستيو مياشتو کې پر پاکستاني ملېشه وو سلګونه بريدونه شوي چې زيات شمېر پاکستاني عسکر پکښې هلاک شوي دي.
پاکستان خپل راتلوونکي ته وارخطا شوی او اوس غواړي چې له تحريک تالبان سره د اوربند کومې هوکړې ته ورسيږي.
د تحريک تالبان له لوري له پاکستاني حکومت سره د افغان تالبانو په منځګړيتوب يوه مياشت اوربند وکړ خو د هغه اوس وخت پوره شو، پاکستاني دولت هڅه وکړه چې د تالبانو سره دا اوربند اوږد کړي خو تحريک تالبان دا وړانديز رد کړ او سمدستي يې خپل بريدونه پيل کړل.
اوربند د دې لپاره وو، ترڅو د پاکستان دولت و آزمويل شي خو د پاکستان دوه مخی رياست هيڅ هوکړو ته نه ګوري بلکې خپلو ګټو ته ګوري چې څنګه او پر څه ډول ګټه واخلي.
د تحريک تالبان ډله د پاکستان په بد نيت پوی شوې ځکه يې ويلي چې د جهاد لپاره تر ټولو ښه ځای اسلام اباد دی.
Comments are closed.