برادر د تير حکومت د لوړ پوړو چارواکو په هکله مهم اعلان وکړ کابينه کې.
خبريال ويب پاڼه/ د تالبانو د رسميت پيژندنې لپاره تر ټولو مهم شرط نړيوالو د يوه ټولګډونه حکومت جوړيدل مطرح کوي خو تالبانو تر اوسه دا څه نه دي کړي.
که څه هم په لومړيو کې د تالبانو د راتګ سره سم امريکا تالبانو ته يو لیست سپارلی وو، چې بايد د دوی په کابینه کې ورته ځای ورکړل شي خو تالبانو دا هرڅه رد کړي ول.
ويل کيږي چې په دې ليست کې د محمد محقق، کريم خلیلي، باتور دوستم، عطانور او سيما ثمر نومونه هم شامل وو.
اوس تازه د تالبانو د حکومت د رييس الوزرا مرستیال ملا بر ادر په خپلو تازه څرګندونو کې د تير حکومت د غړو په هکله مهمې څرګندونې کړې دي.
ملا ورور وويل چې د تالبانو د حکومت د پریکړې پر اساس ويل شوي چې د تير حکومت لوړپوړو چارواکو ته په خپل حکومت کې ځای نه ورکوي.
هغه د تير حکومت لوړ پوړي چارواکي په غلا، فساد او قتل تورن کړل او زیاته يې کړه چې نه غواړي داسې ککړو کسانو ته په خپل حکومت کې په ځای ورکولو خپل حکومت بد نام کړي.
د ده په خبره چې که څه هم دا پنځه کسه وي خو بیا هم د ټول نظام د بد نامۍ سبب کيږي، دوی تر خپل عادت، غلا، فساد او قتل نه تيريږي هغه بيا هم کوي
نوموړي دا هم تاييد کړه چې د حکومت او واک په لومړي سر کې ورته امریکا يو ۱۵ کسيز ليست سپارلی وو، چې باید د تالبانو په کابینه کې ځای ولري خو دوی ورته ځای ورنکړ او دا کار هيڅ امکان نلري.
ټوله غله او قاتلان دې؟
ملابرادر د تير حکومت ټول لوړ پوړي چارواکي غله او قاتلان ياد کړل ايا د تالبانو په شل کلنه جګړه ملکي وګړي نه دي وژل شوی ايا په دې قتلونو کې ملا برادر او هبيت الله نه دي ورګډ دا هغه پوښتنې دي چې بايد مخامخ له تالبانو وشي که څه هم د تير حکومت د فسادي څيرو ننګه هيڅوک هم نه کوي خو تالب ته هم بايد خپلې تيروتنې په ګوته او مخ ته ورته کښېښودل شي.
تراوسه پورې د تالبانو د دې لوړ پوړي چارواکي د څرګندونو په هکله کوم چا غبرګون نه دی ښودلی.
Comments are closed.