The news is by your side.

ملا هیبت الله د تير حکومت سرپرست وزير د‌ ښځو برخه کې معين ټاکلی

خبریال ویب پاڼه/ د تالبانو مشر ملا هیبت الله اخند د يوه فرمان له مخې د ښځو برخه کې يو نارينه معين ټاکلی چې د ښځو برخه کې به کار کوي.
دا کس د جمهوريت پرمهال خورا دبدبه کې وو او پر يوه مهم پوسټ یې کار کاوه خو اوس به د ښځو برخه کې کار کوي.
محمد ادريس زمان چې يو وخت د جمهوريت پرمهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سياسي مرستيال او څه موده د دې وزارت سرپرست وزير هم پاتي شوی د تالبانو کابینه کې ځای پر ځای شوی او ستر مسؤليت يې ورته سپارلی.
شیخ هيبت الله د خپل فرمان پر مټ ادريس زمان د امربالعروف نهي عن المنکر وزارت د ښځو چارو معين ټاکلی، چې ښايي يا يې دنده پيل کړې وي او يا به يې هم پيل کوي.
د ښځو چارې نارينه ته سپارل کېږي
په کار دا وه چي تالبان دا يوازنی معینیت چې د ښځو لپاره دی يوه ميرمن ګمارلې وای چې هم به دوی هوسا وای او هم به د ښځو لږکۍ ونډه تر سترګو شوې وای، خو دوی محمد ادريس زمان ورته ټاکلی دا چې ادريس زمان به پر څه ډول د ښځو برخه کې کارکوي مالومه نه ده خو ښايي هغه په خپله دې دنده خورا خوشحاله وي.
نړيواله ټولنه او ټول هېوادونه چې اوسمهال تالبان په رسميت نه پيژني يوازينی لامل يې په خپله کابینه کې ښځو نه ونډه او د زده کړې کار په برخه کې پر ښځو د دې ډلې محدوديتونه دي، تالبانو په خپل راتګ سره په لومړي سر کې لويي نجونې چې له شپږم ټولګي څخه لوړې زده کړې کوي له ښوونځيو بندې کړې، خو دوی وويل چې راتلونکې کال ته به بيرته د نجونو ښوونځي پيل شي او نجونې کولای شي چې په اسلامي فضا کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

Comments are closed.