fbpx

که زه کانديد واى: تعليمي نظام

په تېرو اتلسو کالو کې د افغانستان حکومت او نړۍوالې ټولنې ګډو هڅو تر ډېره د افغانستان تعلیمي نظام پر پښو درولی دی خو ګڼې ننګونې لا په مخ کې پرتې دي. د تعلیم مسئله د افغانستان د ټولنیز او سیاسي اقتصاد تر ټولو ستره ستونزه ده. حتی د فقر، بېکارۍ، صحت، او اقتصادي پرمختګ مسایل هم تر ډېره د تعلیمي نصاب تر سیوري لاندې راځي.

د اوسني حالت ارزونه

د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق (UNFPA) د ارزونو له مخې د افغانستان د وګړو ۶۳٪ تر پینځه ویشتو کالو کم عمر لري. د ۲۰۱۵ کال د ارزونو له مخې په هېواد کې نېږدې پینځه ملیونه ماشومانو تر څلورو کالو کم عمر درلود، ۹،۶ ملیونه د پینخو او څوارلسو کلونو تر منځ وو او نېږدې اوه ملیونه د پینځلسو او څلېرویشت کلونو تر منځ و.

د وګړو د ډېرېدا کچه د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۵ کال د اټکل له مخې ۳،۱۶٪ ده یانې د هېواد د نفوسو شمېر په ۲۲ کلونو کې دوه برابره کېږي.

سم د لاسه ښونځي ته د افغانستان د ماشومانو لاسرسی د ۶۰٪ شاوخوا دی. په ۱۳۹۶ کال کې ۹،۶ ملیونه ماشومان ښونځیو ته تلل چې څه کم نیم ملیون یې په خصوصي سکتور کې جذب شوي وو. تر درې نیم ملیونو زیات ماشومان لا هم په ښونځیو کې نه دي جذب شوي. په ښونځیو کې د هرو ۴۷ شاګردانو له پاره یو ښوونکی شته چې په دې توګه افغانستان د نړۍ په هغو لسو هېوادونو کې راځي چې د ښوونکو شمېر یې خورا ټیټ دی (د نړۍ په کچه دا تناسب د هرو ۲۳ زده کوونکو له پاره یو ښوونکی دی).

په ۱۳۹۶ کال کې شاوخوا دوه نیم لکه شاګردان له ښونځیو فارغ شوي دي. د لوړو زده کړو موسسات او پوهنتونونه څه کم څلور سوه زره محصلین لري چې د اوه لس زره او پینځه سوو استادانو له خوا درس ورکول کېږي.

د ښوونکو د روزنې موسسې مو دري څلوېښت زره محصلین لري چې تېر کال یې ۲۶ زره فارغان ورکړي دي.

په دیني تعلیماتو کې مو درې سوه او دېرش زره شاګردانو ته د شپږ زرو او شپږ سوو استادانو له خوا درس ورکول کېږي.

د مسلکي زده کړو په موسساتو کې (د دولتي او خصوصي سکتور په شمول) تر شلو زرو کم کسان روزل کېږي.

دې ارقامو ته په کتو، په راتلونکو کلونو کې د افغانستان حکومتونو ته  تر ټولو مهمه په مخ کې پرته ستونزه د کمزوري اقتصاد په حالت کې د تعلیم ستونزه ده. دا تقریباً له امکانه لرې برېښي چې د افغانستان حکومتونه دې کم له کمه په راتلونکو دوو لسیزو کې د خپلو ځوانانو د روزنې په چاره کې ناغېړي وکړي. دا به نه په کور دننه د خلکو له پاره د منلو وي او نه به نړۍوالو ته له دې امله د زغملو وي چې په یوه چټکه تکنالوجیکي ټولنه کې د نالوستو کسانو لوړ شمېر کېدای شي ډېر ژر په یو ګواښوونکي «دیموګرافیک بم» بدل شي چې بیا به یې کنټرولول ناشوني وي.

له ارقامو دویمه اخیستل کېدونکې پایله دا ده چې له کمیتي اړخه د ټيټ ظرفیت درلودونکی تعلیمي نظام په هېڅ ډول د هېواد له ټولنیزو او اقتصادي واقعیتونو سره همغږي او حتی نسبي تناسب نه لري.

د ارقامو دریمه پایله دا ده چې په افغانستان کې د زده کړو په سکتور کې کمیت ته د کیفیت په نسبت ډېر پام کېږي.

د اوسنیو ارقامو په رڼا کې د راتلونکې تصویر

که د راتلونکي له پاره یوازې پینځلس کاله موده په نظر کې ونیسو او اقل اهداف مو هم دا وي چې په دې موده کې د افغانستان ټول پینځه کلن ماشومان ښونځي ته شامل شي او د لویانو په سلو کې اتیا برخه د سواد خاوندان شي نو د هېواد د تعلیمي سکتور د اړتیاوو یوه تقریبي ارزونه لاس ته راوړای شو.

د کار د مناسبې احصایې نه شتون په هېواد کې د بېکارۍ د کچې د اټکل موضوع خورا ستونزمنه کړې ده او هره ارزونه چې کېدای شي، د تقریب تر کچې هم نه رسېږي. خو د راتلونکو پینځلسو کالو له پاره دا اټکل به ډېر غلط نه وي چې د ټولنیزو او سیاسي ستونزو د مخنیوي په خاطر باید کم له کمه د هېواد درې پر څلورمه برخه بالغ (تر شپاړسو کالو پورته) وګړي د کار بازار ته لاس رسی ولري.

د همدغو اقلو فرضیو په رڼا کې ویلای شو چې پینځلس کاله وروسته باید کم له کمه پینځلس ملیونه ماشومان او زلمیان په رسمي تعلیمي مراکزو کې بوخت وي. د دې شمېر زده کوونکو له پاره به افغانستان نېږدې یو ملیون ښوونکو ته اړتیا ولري. د اوسني تعلیمي نظام د ښوونکو شمېر (دوه سوه زره) که په نظر کې و نیول شي نو د افغانستان تعلیمي نظام باید هر کال کم له کمه سل زره ښوونکي وروزي یانې اوسنۍ وړتیا باید پینځه برابره لوړه شي.

د کار بازار او د ژوند تخنیکي کېدلو ته په کتو، لازمه ده چې په راتلونکې لسیزه کې د کار بازار ته د داخلېدونکو ځوانانو یوه ستره فیصدي په مسلکي وړتیاوو سمبال شي. اټکل دا دی چې د لسو کلونو په اوږدو کې باید کم له کمه نیمایي د ښونځي شاګردان په مسلکي ښونځیو کې زده کړې وکړي یانې په لسو کلونو کې باید افغانستان دا وړتیا پیدا کړي چې د اوو ملیونو شاوخوا ماشومانو ته مسلکي زده کړې ورکړي. که دا رقم له اوسنیو دیارلس زره فارغینو سره پرتله شي نو د لازمو هڅو یو انځور اخیستای شو.

د لوړو زده کړو په سیستم کې د محصلانو شمېر د افغانستان د کار له بازار سره هېڅ ډول تناسب نه لري. د بېلګې په توګه په ۱۳۹۶ کال کې یوازې پینځه زره تنه حقوق پوهان (قاضیان، څارنوالان، مدافع وکیلان او حقوقي مشاورین) د افغانستان په اداري، عدلي او قضایي سکتور کې بوخت وو. د رسمي ارقامو پر بنسټ په دې سکتور کې د هېواد ټوله اړتیا د پینځلس زرو تنو شاوخوا ده په داسې حال کې چې په ۱۳۹۶ کال کې یوازې د دولتي پوهنتونونو د حقوقو او شرعیاتو د پوهنځیو د محصلانو شمېر ۲۱۰۰۰ تنو ته رسېږي. همدا راز د اقتصاد په برخه کې د تعلیمي فرصتونو عرضه په مراتبو د افغانستان تر اړتیاوو لوړه ده. بیا بر عکس په هغو سکتورونو کې چې اړتیا ورته زیاته ده (ښوونکي، په طبي خدماتو کې د ټيټ تخصص درلودونکي کارکوونکي – لکه نرسان، د روغتونونو کارکوونکي، د بوډاګانو ساتونکي…- او د ساختماني چارو فني کارکوونکي، د تخنیکي چارو فني کارکوونکي…) بیا د روزنې فرصتونه ډېر لږ دي.

یوه بله موضوع چې تر دې دمه په کې د افغانستان د حکومت په کچه هېڅ ډول د پام وړ تدابیر نه دي نیول شوي هغه د دیني او اسلامي زده کړو سکتور دي. هر کال په سلګونو زره تنه په رسمي او غیر رسمي مدرسو کې دیني زده کړې کوي خو د دغو نوو روزل شوو دیني علماوو د مسلکي او حرفوي موقف په اړه کومه خاصه، عملي او ګټوره پالیسي نه ده جوړه شوې.

د بې سوادۍ ستونزه هم د افغانستان له پاره یوه خورا حساسه موضوع ده چې د راتلونکې یوې نیمې لسیزې په ترڅ کې ډېر پام غواړي. دلته درې ټکي د دقت وړ دي. لومړی دا چې موجود شاو خوا لس ملیونه بې سوادان باید باسواده شي. دویم دا چې عملاً د ښوونځي د عمر درې نیم ملیونه ماشومان همدا اوس له تعلیمي نظام څخه بهر پاتې کېږي او د بې سوادانو پر شمېره ورزیاتېږي. د پینځلسو کالو په موده کې – د تعلیمي نظام له پراختیا او پیاوړتیا سره سره – د وګړو دغه برخه هم تر لسو ملیونو اوړي. دریم ټکی چې باید هېر نه شي، د باسواده شویو ماشومانو د بېرته بې سواده کېدلو ستونزه ده چې حتی په غربي نړۍ کې هم حکومتونه ورسره لاس او ګرېوان دي. هر کال یوه مهمه فیصدي ماشومان له رسمي ښونیز نظام څخه وځي (ښونځی پرېږدي). دا وګړي، که څه هم یو وار باسواده شوي خو د لوستلو موادو ته د نه لاسرسي له امله خپل لاس ته راوړی مهارت بېرته بایلي. ټولنه باید داسې میکانیزمونه ولري چې د دغو وګړو لوړه فیصدي په یو ډول نه یو ډول د لیک او لوست سره روږدې وساتي.

حللارې

۱ – لومړنۍ او ثانوي زده کړې

۱.۱ – نصاب

د لومړنیو او ثانوي زده کړو تر ټولو مهمه موضوع چې له نېکه مرغه له څو کالو راهیسې پرې کار روان دی او که خدای کول په نېږدې راتلونکې کې به یې پایلې څرګندې شي د تعلیمي نصاب سمول دي. په دې اړه یو ټکی په یادولو ارزي. ښونځی هم د زده کړې ځای دی او هم د ټولنیزې روزنې. له لسیزو راهیسې د افغانستان په ښونځیو کې هرې موضوع ته په مجرد ډول کتل شوي دي او د عمومي «سیستم» په چوکاټ کې پرې فکر نه دی شوی. د بېلګې په توګه، اخلاق، دینیات، مدني پوهه او ملي فرهنګي ارزښتونه یادولای شو. دا هغه مسایل دي چې د ژوند په هر ډګر کې ورسره هره شېبه مخ کېږو. تجربې ثابته کړې ده چې که دغه مسایل په تعلیمي نصاب کې د جلا جلا مضامینو په ډول په نظر کې ونیول شي نو تاوان یې تر ګټې زیات دی. ځینې دیني مسایل ماشوم ته په داسې وخت کې ور زده کول کېږي چې هغه یې د درک وړتیا نه لري او ډېر اخلاقي او ارزښتي مسایل په ضمني توګه یادول کېږي، په داسې حال کې چې د دین روحیه ورته مرکزي نقش ورکوي. یو وخت دا بحث هم ډېره کېده چې «د وطن مینه» باید په نصاب کې د یو مضمون په توګه ځای شي، په داسې حال کې چې دا یو له هغو ملي شعایرو څخه دی چې د ژوند په هره شېبه کې باید ورته متوجه واوسو. که په ښونځیو کې د تدریس موضوع ته د ښونځي د ټولنیز رسالت له زاویې وکتل شي نو هم په نصاب کې د مضامینو شمېر کمېدلای شي او هم د ښونځي د درسونو عملي، تطبیقي اړخ تقویه کېږي.

۱.۲ – مسلکي زده کړې

ټر شپږم ټولګي باید په ټولو ماشومانو کې یو ډول وړتیاوې وروزل شي: له یوې خوا باید لوست لیک زده کړي، اړین لومړني عمومي مالومات پیدا کړي او د ټولنیز ژوند دیني، فرهنګي، اخلاقي ارزښتونه خپل کړي. په دې دوره کې په کار ده چې د امکان تر حده زده کړې په مورنۍ ژبه وي. که (په هر علت چې وي) دا نه شي کېدای نو زده کړې دې په هغه ژبه وي چې ماشوم ورسره په خپل مستقیم چاپېریال کې ډېر مواجه کېږي. که چېرې د ماشوم په مورنۍ ژبه ورته د درس ویلو امکان نه شي برابرېدای نو د عمومي مالوماتو په لړ کې دې ورته د خپلې مورنۍ ژبې او سیمه ییز فرهنګ په اړه کافي مالومات ورکړل شي.

د شپږم او نهم ټولګي تر منځ باید د ښونځي په چاپېریال کې ماشوم ته دا امکانات مهیا شي چې د خپل ممکن کاري برخلیک په اړه یو نسبتاً روښانه تصویر ولري.

له نهم ټولګي پورته باید د ښونځي ماشومانو ته دا فرصت برابر شي چې په داوطلبانه ډول (د کورنیو په سلا) مسلکي زده کړو ته لار پیدا کړي. د پینځو کالو په اوږدوږ کې باید د هغو ماشومانو فیصدي چې مسلکي زده کړې ورته عرضه کېږي تر پنځوس لوړه شي.

د نهم او دولسم ټولګي تر منځه باید داسې میکانیزمونه ایجاد شي چې د عمومي زده کړو او مسلکي زده کړو تر منځ د پلونو حیثیت ولري، یانې هغه ماشومان چې مسلکي زده کړو ته سوق شوي او په عمومي زده کړو کې د پرمختګ لوړ امکانات لري عمومي زده کړو ته واوړي او هغه زده کوونکي چې د عمومي زده کړو بهیر ته راغلي و کړای شي چې مسلکي زده کړو ته مخه کړي.

۱.۳ – دیني زده کړې

هغه ماشومان چې د ښونځي تر څنګه په عنعنعوي توګه دیني زده کړې هم کوي، باید وکړای شي چې په اسانه د ثانوي زده کړو په دوره کې دیني زده کړې غوره کړي. همدا راز، ټول هغه ماشومان چې له ښونځي محروم پاتې شوي خو په عنعنوي توګه یې دیني زده کړې کړې دي باید وکړای شي چې، پرته د وخت له ضایع کېدو د عمومي او مسلکي زده کړو له بهیر سره یوځای شي.

هغه زده کوونکي چې د یني زده کړو ته، د دولتي او خصوصي رسمي مدرسو په چوکاټ کې، دوام ورکوي، باید د ثانوي دورې په پیل کې د مسلکي روزنې امکانات هم ورته برابر شي.

۱.۴ – د ښوونکو روزنه

لازمه ده چې په خورا بیړني ډول د ښوونکو د روزنې چارې ته فوق العاده لومړیتوب ورکړ شي. په پینځو کلونو کې دې د ښوونکو د روزنې ظرفیت تر دې کچې ورسول شي چې تر بکلوریا وروسته، کم له کمه نیمایي ځوانان د ښوونکو د روزنې موسسو ته معرفي شي او په هغوی کې تر نیمایي زیات د مسلکي زده کړو د ښوونکو په توګه وروزل شي.

تر هغو چې نوي روزل شوي ښوونکي د مسلکي زده کړو په ښونځیو کې ځای پر ځای کېږي باید داسې یو میکانیزم ایجاد شي چې د فن ماهرین، که نالوستي هم وي، د مسلکي زده کړو په ښونځیو کې وګومارل شي او د ښوونکي لازم، لومړني مهارتونه ورته ورکړل شي.

د افغانستان فرهنګي شرایطو ته په کتو، دا معقوله نه ده چې په ټول هېواد کې دې د ښځینه ښوونکو او نارینه ښوونکو له پاره ورته معیارونه تطبیق شي. هغه نجونې چې له دولسم ټولګي فارغېږي، باید د یو خاص کانکور له لارې وکړای شي چې د وړتیا په صورت کې په خپل کلي کې یا په ګاونډي کلي کې د ښوونکو په توګه استخدام شي. د دغو ښوونکو د مسلکي کولو له پاره باید د خدمت په جریان کې د نور تعلیم امکانات رامنځ ته شي.

۲ – لوړې زده کړې

په افغانستان کې د لوړو زده کړو د دولتي او نا دولتي موسساتو اوسنی ترکیب په هېڅ ډول د هېواد له عیني اړتیاوو سره توافق نه لري. دا سیستم ژورې اصلاح ته ضرورت لري:

  • دا لازمه نه ده چې هر څوک چې له دولسم ټولګي څخه فارغېږي باید هرو مرو د لوړو زده کړه سیستم ته ورننه وځي. د افغانستان اقتصادي او ټولنیزو شرایطو ته په کتو باید حکومت د هرې مسلکي څانګې له پاره د لوړو زده کړو درلودونکو اشخاصو اعظمي شمېره وټاکي او په هماغه کچه ځوانان دې پوهنتونو ته جلب کړي.
  • په هر ولایت کې د جلا جلا پوهنتون غوښتنه په هېڅ ډول معقوله نه شي بلل کېدای. دا غوښتنه د عیني ضرورتونو له ناسم درک، د بې منطقه محلي شوینیزم او د سیاسي موخو له پاره له عوام غولونې را ولاړه شوې ده چې سمول یې د حکومت له لوري دردوونکي خو قاطعانه تدابیر غواړي. په هر ولایت کې د یو بې ارزښته او بې ظرفیته پوهنتون په تناسب دا ډېره غوره ده چې په هر زون کې د نړۍوال معیار پوهنتوني مرکزونه ولرو.
  • خصوصي تعلیمي مرکزونه او په خاص ډول خصوصي پوهنتونونه د تعلیم د عمومي وضعیت د بې کیفیته کولو وسیله ده چې په نېږدې راتلونکي کې کولای شي چې د هېواد له پاره د یو ستر بشري ناورین زمینه شي. په دې برخه کې یو جدي ریفورم ته اړتیا شته چې د خصوصي پوهنتونونو شمېر راټیت شي خو کیفیت یې تر دولتي پوهنتونو لا هم لوړ شي. (دا به یوه معجزه وي چې هغه ځوانان چې د دولتي پوهنتونونو په کانکور کې بې نتیجې راځي، په خصوصي پوهنتونو کې لوړ تخصصي تحصیلات وکړي او د حاصلو کړو وړتیاوو کچه دې یې د دولتي تعلیمي نظام له ممتازو فارغینو سره په یوه درجه کې وي. دا حالت که دوام وکړي، د سترو ټولنیزو ناورینونو ګواښ په کې نغښتی دی).
  • په افغانستان کې د منځنۍ کچې لوړو زده کړو (تخنیکي انستیتونو) شمېر لا هم خورا کم دی. په پینځو کالو کې باید د افغانستان تعلیمي نظام دا توانایي ولري چې د هېواد اقتصاد ته د کافي شمېر تخنیکي کدرونو موجودیت تضمین کړي. د معادنو، کرنې، کوچنیو صنعتونو، ساختماني چارو او ښوونکو په برخه کې د افغانستان د لوړو زده کړو سیستم د هېواد د راتلونکو پینځو کلونو اټکل شوو اړتیاوو ټه ځواب نه لري. دا ستونزه جدي پام غواړي.

۳ – دیني زده کړې

دیني زده کړو ته که د یو کل په حیث وکتل شي، ممکن په زړه پورې نتیجه ترلاسه نه شي خو که له نېږدې، د اهدافو او امکاناتو په تفکیک وځیرل شي نو کېدای شي یو نسبتاً روښانه تصویر ولرو.

  • د دیني زده کړو لومړی او بنسټیز پړاو د ډېرو کوچنیو ماشومانو له پاره د کلي په مسجد او په ښاري سیمو کې د مالت په مدرسو کې د لومړیو وړتیاوو (د قرآن کریم لوستل او لومړي فقهي مسایل) لاسته راوړل دي. په دې پړاو کې ماشومان د کلي له ملا امام یا د مالت له مدرس څخه اساسي مفاهیم اخلي او وروسته عادي ژوند ته ورستنېږي. دا د افغانستان د فرهنګ یو بنسټیز توکی دی او موخه یې په ولس کې د دیني او اخلاقي ارزښتونو ترویج دی. عموماً دغه ماشومان په عین زمان کې ښونځي ته هم ځي. که په ښونځیو کې دې ټکي ته پام وشي او د لومړیو دریو ټولګیو شاګردانو ته دا موقع برابره شي چې په جومات او مدرسه کې حاصلې شوې وړتیاوې یې وځلېږي نو دغه بنسټیز تعلیمي سیستم د ښونځي له پاره فوق العاده مهم مرستندوی نقش لوبولای شي.
  • یو شمېر ماشومان د خصوصي مدرسو او دارالحفاظونو له لارې دیني زده کړو ته دوام ورکوي. د دغو زده کوونکو خورا کوچنۍ فیصدي هممهاله د معارف رسمي ښوونیز سیستم کې هم داخلېږي. د تعلیم دغه نظام په لوی اکثریت کې د نیمګړو زده کړو درلودونکي کسان فارغوي چې یو شمېر یې د څو کلونو په ترڅ کې خپل زده کړي مهارتونه هم هېروي. د دیني زده کړو دغه سیستم که چېرې د «تعلیمي پلونو» په مرسته د معارف له رسمي نظام سره وتړل شي نو له یوې خوا په دې نارسمي تعلیمي نظام کې روزل شوي ماشومان له بې سرنوشتۍ ژغورل کېږي او له بل لوري په ښونځي کې روزل کېدونکي شاګردان کولای شي چې د خپلو همټولګیو ملګرو په مرسته د دین، فرهنګ او اخلاقو په برخه کې د ښونځي له روزنیز سیستم څخه اعظمي ګټه واخلي.
  • شاوخوا درې یا درې نیم سوه زره ځوانان په دولتي او خصوصي مدرسو کې په منځنۍ او لوړه کچه دیني زده کړې کوي چې یو شمېر یې په یادو دیني علماوو بدلېږي. د دې سیستم زده کوونکو ته په ټولنه کې هغه ځای او موقف نه ورکول کېږي چې د دوی زده کړې، د دوي خوارۍ او ذهني وړتیاوې یې باید ورته چمتو کړي. دا هم ناممکنه ده چې د دې نظام ټول فارغین دې په مساجدو او مدرسو کې د ژوند د تامین امکانات ومومي خو هغه وخت چې دوی زده کړو ته وقف کړی، د حرفوي مهارتونو په لاسته راوړلو کې هم نه دی کارېدلی. په نتیجه کې د دې سیستم اکثره روزل شوي ځوانان یو ډول د محرومیت احساس لري. له بل لوري په خصوصي مدرسو کې د تعلیمي نصاب معیاري والی هم یوازې د استادانو په مسلکي وړتیاوو او اخلاقي معیارونو پورې تړلی دی. لازمه ده چې په هېواد کې ټولې مدرسې د دولتي معارف په چوکاټ کې تنظیم شي، په دولتي امکاناتو کې مناسبه ونډه ورکړ شي او د دواړو ښوونیزو (دیني او مکتبي) سیستمونو تر منځ «تعلیمي پلونه» ایجاد شي. د خصوصي او دولتي دیني زده کړو د مدارسو شاګردانو ته باید د حرفوي زده کړو فرصتونه هم مهیا شي چې د تعلیمي دورې په پای کې فارغ شوي ځوانان په اسانه د هېواد په اقتصادي ژوند کې خپل ځای ومومي.
  • یو شمېر ځوانان د علاقې او منظم فکري بهیر له لارې د لوړو دیني زده کړو بنسټونو ته داخلېږي چې هغوی باید د هېواد په علمي او تخنیکي کدرونو کې خپل ځای و موندلای شي.

په هر صورت، دیني زده کړې دا ایجابوي چې د دولت له لوري په یو معقول رسمي چوکاټ کې تنظیم شي چې د ټولنې په ښېرازۍ او فکري وده کې خپله سالمه ونډه ولوبوي.

۴ – له بې سوادۍ سره مبارزه

بې سوادي د افغانستان یو بنسټيزه ستونزه ده چې له لسګونو کلونو راهیسې د حکومتونو په رسمي سیاستونو کې ځای ورکړ شوی دی خو د له منځه وړلو له پاره یې د پام وړ کار نه دی شوی.

د یو څه، محدودو، شکلي، اقداماتو ور اخوا د هېواد تعلیمي نظام د دې ستونزې د حل په اړه کوم خاص اقدام نه شي کولای، په داسې حال کې چې دا ستونزه که نن د افغانستان ستونزه ده، د دریمې زریزې په لومړیو لسیزو کې د نړۍ پر ستونزې بدلېدونکې ده. له دې مسئلې سره، جدي، معقول او عملي برخورد دا ایجابوي چې په دې اړه د جوړېدونکو سیاستونه په برخه کې له نوښت او جرأت څخه کار واخیستل شي.

عملاً د افغانستان تعلیمي سیستم د دې جوګه نه دی چې د وګړو هغه برخه چې اړتیاوې یې باید په طبیعي ډول تر پوښښ لاندې راشي، هغې ته هم لازم خدمات ورسوي. له بې سوادۍ سره مبارزه خو ځانګړي مشکلات لري.

د ښونځیو شبکه د ښوونکو له کموالي سره مخ ده او که خورا په چټکتیا او جدیت ورته کار وشي بیا هم کلونه غواړي چې د ښونځیو له پاره په کافي شمېر استادان ولرو.

د شته، شاوخوا لس ملیونو بې سوادانو تر څنګ، موږ هر کال کم له کمه یو ملیون نوي بې سوادان تولیدوو (هغه ماشومان چې ښونځیو ته لاسرسی نه لري او هغه ماشومان چې تر باسواده کېدو د مخه ښونځی پرېږدي). که افغانستان وغواړي چې د پینځلسو کالو په اوږدو کې د بې سوادۍ ستونزه په سلو ې اتیا هم حل کړي نو په کار ده چې هر کال د یو ملیون او یو نیم ملیون ترمنځه لویانو ته لیک او ولوست ورزده کړي.

د لیک او لوست د زده کړې منځنۍ موده که شپږ میاشتې اټکل شي او په یوه ځای (ټولګي) کې د زده کوونکو شمېر دېرش تنه وي نو بیا هم هر کال تر پینځه ویشتو زرو ډېرو ټولګیو ته اړتیا لیدل کېږي.

له نېکه مرغه افغانستان په ډېره ساده ګۍ کولای شي چې د بې سوادۍ سره د مبارزې له پاره د ښوونکو ډېره برخه په لږ وخت کې چمتو کړي. د افغانستان په شپېته زره کلو کې تر یو نیم لکو زیات ملا امامان حضور لري. د دې له پاره چې ملا امام د سواد د زده کړې په استاد بدل شي نو فقط څو اونیو ټرېنېنګ ته ضرورت لري. د لویو، جامع جوماتونو امامان چې له جومات سره تړلي مسوولیتونه یې کابو ټول وخت نیسي (او په کار ده چې حکومت ورته د دې خدمت په مقابل کې مناسب معاش وټاکي) خو که د کوچنیو، کلیوالي جوماتونو امامانو ته د بې سوادۍ سره د مبارزې چارې وروسپارل شي په زرګونو دیني عالمانو ته به د معیشت امکانات هم برابر کړي. د ملا امامانو یو بل امتیاز دا هم دی چې ټولنه په اسانه دې ته حاضرېږي چې کوچنۍ نجونې او پخې مېرمنې هم ورسره درس ته کښېني. په دې توګه ښځو ته د سواد زده کړه او په دې پار د ښځينه ښوونکو د روزلو چار هم اسانېږي. که سمدلاسه، جدي اقدام وشي، د پیڼځو کالو په ترڅ کې د سواد د زده کړې له پاره د استادانو ستونزه په بشپړ ډول حل مومي او په عین حال کې د ټولنې یو دروند، خو محروم قشر (د منځنۍ  کچې دیني عالمان) د معیشت ابرومدانه امکانات هم تر لاسه کوي. د سواد له زده کړې وراخوا، دغه ډول یو میکانیزم په ټولنه کې د ګڼو اخلاقي انحرافاتو په مخنیوي کې هم مثبت نقش درلودلای شي.

۵ – د لوست موادو او فرهنګي خدماتو ته لاسرسی

تعلیمي نظام که د ټولنې له عمومي فرهنګي ژوند سره اورګانیک اړیکي و نه لري نو هرومرو له ناکامۍ سره مخ کېږي. په دې برخه کې دوه موضوعات ځانګړې توجه غواړي:

  • په هېواد کې باید په کافي اندازه د لوستلو وړ داسې مواد تولید شي چې د ټولنې وګړو ته د خپل عصر لازم تازه او دقیق عمومي مالومات هم ورسوي او د ټولنې د فکر په سالمه روزنه کې هم خپل مثبت نقش ولوبوي.
  • د مدني ټولنې بنسټونه باید د دې جوګه شي چې په ټولنه کې سالم ټولنیز فعالیتونه وکړي او هغه خدمات چې حکومتونه یې نه شي عرضه کولای د ټولنیزې همکارۍ له لارې تامین کړي.

په دې اړه د ښونځیو او جوماتونو نقش مرکزي حیثیت لري خو ورسره د ځوانانو ټولنې او په هغوی کې د رضاکارۍ د فرهنګ دودول هم خورا مهم دي.

تر څو چې تعلیمي نظام د ټولنې له مادي او معنوي اړتیاوو، فرهنګي واقعیتونو او ټولنیز روح سره همغږی نه شي د بریالیتوب چانس به یې کم وي.

ليکوال : نجيب منلى

نورې برخې:

مکلفيت او د کار قوه

د کوچيانو ميشتېدل

د کډوالو بېرته راتلل

فرهنګي اقتصاد

نظامي دوکتورين

ولسي پانګه