The news is by your side.

تالبانو د‌ ډيورنډ او پاکستان په هکله نوې پريکړه‌ وکړه

خبريال ويب پاڼه/ تالبانو له پاکستان سره د ډيورنډ فرضي کرښې پر سر لانجې وکړې ان جګړه وشوه خو اوس تالبانو بله لار او پريکړه اعلان کړه.
د تالبانو د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې له پاکستان سره د ډيورنډ فرضي کرښې پر سر راولاړه شوې قضيه د ډيپلوماتيکو اصولو له لارې حلوي.
پاکستان هم اعلان کړی وو، چې پر ډيورنډ لاين به د اغزن تار لګولو ته دوام ورکوي او افغانستان سره به را ولاړه شوې لانجه د خبرو او مصالحې له لارې حل کوي.
د تالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپل بيان کې ويلي چې حکومت يې پر ډيورنډ را ولاړ شوي جنجال په ډيپلوماتيکه توګه حل کوي او له پاکستان سره تماس کې دي.
وزارت ويلي په دې وروستیو کې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې په يو شمېر ځايونو کې ستونزې رامنځته شوې موږتالبان د تفاهم او ښه ګاونډيتوب له لارې د ستونزو پر حل باور لرو غواړو له پاکستان سره پر دې ستونزه له ډيپلوماټيکو لارو چارو کار واخلو.
د پاکستان دريځ
پاکستان تر هرڅه وړاندې وویل چې په هر قيمت چې وي نو دوی به د ازغن تار لګولو ته دوام ورکوي، خو په وروستيو کې یې وويل چې له افغانستان سره په دې هکله ستونزې د خبرو له لارې حل کوي، خو د دوی لومړی انتخاب خپل کار کول دي ځکه له خبرو يې داسې ښکاره شوه چې پاکستان به خپله دا پروژه چې په هر قيمت وي بشپړه کوي.
تالبانو هم اخير خپل دريځ نرم کړ او پاکستان ته يې بيرغ ټيټ کړ که څه هم حق د تالبانو سره دی خو بیا يې هم د خبرو لاره خوښه کړه له دې څخه څرګندېږي چې تالبان لاهم د پاکستان تر مستقیم فشار لاندې دي دي

Comments are closed.