The news is by your side.

ايران ته د متقي د سفر نتايج او د مقاومت جبهې سره ليدنه

خبريال ويب پاڼه/ تيره ورځ د تالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي د ايران په بلنه دې هېواد ته ولاړی.
د متقي سفر دوه اړخه لري يو يې له ایراني چارواکو سره د افغانستان د اقتصاد او راتلوونکو پلانونو په هکله تالبان به زيات تمرکز پر دې وکړي چې ایران پر دې قانع کړي چې د دې ډلې حکومت ته رسميت ورکړي او راشه درشه ورسره قايمه کړي خو ایران هم د نورې نړۍ غوندې پر تالبانو شرايط ايښي او په لومړي سرکې يې ترې د ټولګډوڼه حکومت جوړول وغوښتل، چې ډ ایران له نظره تالبانو تراوسه څه نه دي کړي.
دويم قدم کې تالبانو د اسماعیل خان په مشرۍ له یو شمېر جهادي مشرانو سره کتلي او د مقاومت جبهې غوښتنې او نور يې مطرح کړي سره.
په دې اړه په مشهد کې پخواني افغان ډيپلوماټ سيد نورالله راهي وويل چې که په عمومي ډول د مقاومت جبهې او تالبانو ترمنځ مذاکره لومړی او ښه ګام دی او تالبان په لومړي ځل مذاکرې ته کښېنستلي خو مهمه خبره داده چې دا ځل د مقاومت جبهه لويي غوښتنې لري او هغوی به په فردي ګمارنه او سهم ورکولو رازي نه شي هغوی د ښځو حقونه بشري خونديتوب او پر ټاکنو ولاړ يو دولت جوړول غواړي.
تالبان د دې سفر دواړو لاس ته راوړنو ته خوشبين دي ولې لا څرګنده نه ده چې تالبان به څه نتیجه ترې په لاس راوړي؟
نيتجه به يې څه وي؟
د ايران سره د تالبانو د پلاوي د سفر نتیجه څومره چې دوی هیله لري دومره لاس ته راوړنه به ونلري ځکه تالبانو د يوه حکومت په توګه د نړۍ او به خصوص د ايران شرايط نه دي پر ځای کړي، تر دې وړاندې هم تالبانو ایران ته سفرونه کړي ولې نتیجې يې ډيري کوچنۍ ګټې وې.
همدارنګه د مقاومت جبهې سره هم ورته حالت د هغوی غوښتنې غټې خو د تالبانو ځولۍ وړه ده يعني په عمومي ډول سفر او له خپلو مخالفانو سره د تالبانو دا حرکت مثبت خو نتايج يې ډيري ووې ګټې تعريف کولای شو.

Comments are closed.