د اسماعيل خان وراره عبدالقیوم سلیماني ايران کې د تالبانو سفیر ټاکل شوی
خبريال ويب پاڼه/ وروسته له هغه چې د تالبانو د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي د ايران په بلنه دې هېواد ته سفر وکړ، هلته يې د ايراني چارواکو تر څنګ د مقاومت ډلې له استازي امير اسماعيل خان سره هم وکتل او يو لوی ګام يې دا واخيست چې د محمد اسماعيل خان وراره عبدالقیوم سلیماني يې هلته د سفارت سرپرست ټاکلی.
عبدالقيوم سلیماني د محمد اسماعيل خان وراره او وړاندې تر دې د هرات ولايت والي هم تير شوی.
تالبان پر ايران بریالی شول
تالبان د ایران د سفر په ترڅ کې بريالي مالومیږي ځکه له داسې ښکاري چې هم يې د مقاومت جبهې او هم يې د ايران رضایت ترلاسه کړی.
ايران ورته د سفارت مشروعيت ورکړ او اسماعيل خان ورسره د وراره پر لیکه لاره يو وړه.
تراوسه پورې تالب سرچينو د هغه څه چې دوی به د ایران سفارت کې داسې ګومارنې کړې وي څه نه دي ویلي خو رسنيو ته په لاس ورغلی خبر ښيي چې ایران ځان دې ته مایل کړی چې تالبانو ته په مشروعيت ورکولو پیل وکړي.
تيره ورځ د ایران د انقلابي ګارد سپاه پاسداران په غوښتنه د تالبانو د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي ايران ته ولاړ که څه هم دې ډلې د خپل وزیر سفر بل ډول تعريف کړی وو خو اصل کې موخه دا وه چې د اسماعیل خان او مقاومت ډلې سره مذاکرات وشي
ايران ولې داسې وکړل؟
ايران غواړي د افغانستان په هر بدلون کې دخيل و اوسي او اجازه ورنکړي چې د افغانستان په نظام کې د دوی کس نه وي.
دا ښکاره د ایران د حکومت فشار دی تالبانو باندي ښايي په پټه تالبانو د ايران زيات فرمايشونه نور هم منلي وي
Comments are closed.