The news is by your side.

څيړونکي/ که پاکستان ته قرض ورنکړل شي حکومت يې سقوط کوي

خبريال ويب پاڼه/ پاکستان اوس يوازي مړ ژوندی پکښې روح چليږي هغه د خپلو شيطانیو ترڅنګ په یوه ډير بد اقتصادي حالت کې هم قرار لري، د دې هېواد اقتصاد پوهان او څيړونکي اوس د خپل هېواد حيات يوازي په بهرنيو قرضونو کې وينې او وايي که چيرې ايي ايم ايف پاکستان ته قرض ورکړي نو دا هېواد به لږ ژوند او اعتبار پيدا کړي او بيا ښايي چې نور هیوادونه هم ورسره پور وکړي.
مالومات دادي چې نړيوالې مالياتي ادارې خپله ناسته چې پاکستان ته قرضه ورکړي ځنډولې.
پاکستان ته مواجې خطرونه؟
حکومت دوه نوې مالياتي مسودې منظور کړې چې اوس يې د حکومت سیاسي اپوزيسيون مخالفت کړی.
د دې مسودو له لارې پاکستان له ايي ايم ايف څخه يو ميليارد ډالر نور په قست سره اخلي، چې سياسون يې مخالفت کړی.
قرض اخيستل د پاکستان لپاره څومره اړتيا ده؟
پاکستان کې د اقتصادي چارو يوه کارپو څرګنده کړه که پاکستان دا يو ميليارد ډالر ترلاسه نکړل نو له امله به يې دا هېواد له اقتصادي ګډوډیو سره مخ شي او د حکومت بقا هم خېر کې لويږي.
د مالياتي برخې يو پاکستانی فعال خبريال هم پر دې ږغېدلی هغه وويل پاکستان ته يوازي دا د يوه ميليارد ډالرو ورکړي خبره نه ده بلکې په دې سره اعتبار ترلاسه کيږي چې نور هیوادونه او بانکونه هم پاکستان ته قرضې ورکړي دا يو اعتبار هم دی.
پاکستان به څه شي؟
تراوسه پورې پاکستان په رياکارډي شکل توګه د نړۍ په کچه هغه هېواد دی چې لوی لوی پورونه يې کړي او د نړيوال مالياتي اعتبار په ناسمو لیستونو کې قرار لري چې هیڅوک پرې باور نکوي.
پاکستان کې د تورو پيسو سپینولو موضوع هم تر يوې کچې جدي ده او له همدې امله اوس هم پاکستان د نړۍ د مالياتي برخې په خړ ليست کې شامل دی.

Comments are closed.