The news is by your side.

پاکستان تالبانو ته: د ټي ټي پي په وړاندې اقدام وکړئ په رسميت پيژندل کيږئ

خبريال ويب پاڼه/ د تيري شل کلنې جګړې پرمهال پاکستان په تالبانو خپل هدف ته ځان ورساوه او تالب ډله دا فکر کوي چې دوی هم خپله چاره ترسره کړې.
خو اوس پوښتنه داده چي ايا رښتيا هم داسې کيسه ده پاکستان خپل کار وکړ تالبان واک ته ورسيدل اوس دا ډله ډير د پاکستان فشار نه مني ولې پاکستان بیا غواړي بيا هم په تالبانو د پخوا په شان ګټې خوندي کړي خو تالبان اوس د پخوا په شان نه دي خپله مسولیتونه ور له غاړې دي.
د پاکستان دننه يو شمېر حکومتي سرچينو خبر ورکړی چې پاکستان د ټي ټي پي په هکله د تالبانو څخه مقررې غوښتنې لري چې ښايي د پاکستان فشار هم وي.
يوه لوړ پاکستاني مقام په دې وروستیو کې له پاکستان څخه غوښتي چې پر تحريک تالبان پاکستان باندې فشارونه ډير کړي.
دې پاکستاني مقام افغان تالبانو ته ويلي چې د ټي ټي پي په وړاندې اقدام وکړي او په وړاندې يې ودریږي.
سرچينې ويلي چې تالبان له دې څخه پرته چې د تروريستي ډلو په وړاندې تالبان مبارزه کوي او له هغه وروسته به د نړیوالو هېوادونو اعتماد په لاس راوړي.
هغوی لومړی وړانديز د پاکستان تالبان تحريک وو، چې و یې کړ او ترې یې غوښتنه وکړه چې په وړاندې يې و دريږي.
ايا افغان تالبان دا کار کوي؟
يو شمیر شننونکي په دې باور دي چې تالبان د پاکستان هرڅه مني خو دا خبره يې نه مني ځکه چې د تيرو شلو کلونو په ترڅ کې د تحريک تالبان غړي اوږه پر اوږه له افغان تالبانو سره د امریکا او افغان دولت پر ضد وجنګيدل او په دې برخه کې یې لویې قربانۍ هم ورکړې.
دا شننونکي په دې باور دي چې تالبانو لکه پر القاعده چې يې ننګه وکړه پر ټي ټي پي هم دومره ټينګ ولاړ دي.

Comments are closed.