The news is by your side.

افراسياب خټک: پاکستان تالبان د افغانستان کمزوري کولو ته ليږلي

د پښتونخوا وتلی سياستوال افراسیاب خټک د پاکستان د پاليسۍ اغزن تار تالبانو او پاکستان پر اړیکو تازه خبرې کړې او پاکستان يې تورن کړی چې د اغزن تار پروژه يې یوازي د ولسونو د بیلولو لپاره پر لاره اچولې.
هغه وويل چې پاکستان تالبان د افغانستان کمزوري معرفي کولو ته ليږلي ترڅو دوی دلته ملي ارزښتونه له منځه يوسي، دوی اوس هم ملي سرود بيرغ او هرڅه له منځه يو وړل او د پارلمان څخه يې د بنډار حجره جوړه کړې.
هغه وويل چې د افغانستان هرڅه له منځه تللي پارلمان او نور ښه خو دا ده چې تالبانو پارلمان څخه د بنډار ځای جوړ کړ داسې نه چې هلته يې حيوانات تړلي وای.
هغه د افغانستان په اړه د پاکستان د ۴۰ کلنې پاليسۍ په هکله وویل که ما و پوښتې نو به درته ووایم چې د پاکستان حرف او عمل فرق کوي.
خټک وويل که څه هم پاکستان وايي چې دوی اغزن تار ځکه لګوي چې پر ډيورنډ لاين باندې د تروريستانو د اوښتو او را اوښتو مخه ونیسي ولې کله چې تالبانو په افغانستان کې جګړه کوله نو هيڅ تاثير يې د دوی پر فعاليت نه درلودی.
د اغزن تار پر سر د پاکستان او تالبانو ترمنځ شخړې زیاتې شوي خو په وروستيو کې دواړو لورو پر دې موافقه وکړه چې دا شخړې به د خبرو اوسیاسي لارې حل کوي.
د‌ پاکستان د پوځ وياند بابر افتخار د ډيورنډ فرضي کرښه رسمي سرحد ياد کړ او د اغزن تار په هکله يې وويل چې کار يې ۹۴٪ سلنه بشپړ شوی او پاتي نور به هم بشپړوي، هغه وویل چې دا د شهيدانو د قربانیانو نتيجه ده دا پروژه به عملي کيږي او تل به وي.
په ورته وخت کې د تالبانو د سرحدونو يو قوماندان قاري فصيح الدين په خپل ټويټ کې ډيورنډ فرضي کرښه ياد کړه او پاکستان ته يې سخت ګواښونه هم وکړل

Comments are closed.