The news is by your side.

پاکستان کې د جهاد زبردست وخت، ټي ټي پي تياری نيسي

خبريال ويب پاڼه/ وروسته له هغه چې افغانستان د تالبانو ولکه کې شو، نو د ټي ټي پي ډله هم خپلې بريا ته چمتو شوه او دوی وايي چې د پاکستان لپاره به هم د يوه سوچه اسلامي نظام د جوړولو لپاره مبارزه‌‌ کوي هغوی وويل چې اوس پر دې چمتوالی نيسي چې د پسرلي د عملياتو او پاکستاني ملېشه وو د هلاکت لپاره وسلې او مهمات تيار کړي.
د پاکستان ویره
راپورونه دا دي چې په دې ساړه ژمي هم د نورو کلونو په پرتله تازه تير شوی ۲۰۲۱ زیږدیز کال خورا خونړی او ټي ټي پي خپلې حملې په سلو کې ۵۰٪ سلنه زياتې کړې وې چې له دې سره يې پاکستان د وارخطايي وروستي حد ته رسولی وو.
د پاکستان لومړی ګام دا وو چې تحريک تالبان ته يې د خبرو کولو او سولې وړانديز وکړ، چې نتيجه يې د افغان تالبانو په منځګړيتوب د يوې مياشتې لپاره اوربند وشو چې په دې موده کې د ټي ټي پي له لوري پاکستان و آزمويل شو چې دوه مخی دی او بايد نور يې و نه غولوي همداسې وشو کله چې له پاکستاني دولت سره د دوی اوربند پای ته ورسيدی نو ورسره سمدلاسه دا اوربند ختم او بيرته جګړه پيل کړه.
تحريک تالبان پر پاکستاني ځواکونو سمدلاسه تندر جوړ کړ او پرې يې سخت بریدونه وکړل او زيات پاکستاني عسکر يې هلاک او له منځه یو وړل.
تحريک تالبان اوس د خپلې بریا لپاره ځانګړې خوبونه ويني او وايي چې په پاکستان کې به هم اسلامي شريعت او اسلامي حکومت رامنځ ته کوي.
د پاکستان چې اوس ټولې لارې ودريدلې نو يې پر افغان تالبانو باندي فشار اچولی چې د ټي ټي پي مشران ورته وسپاري ولې داسې باورونه موجود دي چې افغان تالبان به هيڅکله د پاکستان دا غوښتنه و نه مني ځکه ټي ټي پي د تالبانو پاخه ملګري دي

Comments are closed.