The news is by your side.

دې کس ته د خنځير زړه پيوند شو

خبريال ويب پاڼه/ تاسې به د طبابت په برخه کې د بيلابيلو پرمختګونو خبرونه اوريدلي وي او زيات‌ به هېښوونکي هم درته مالوم شوي وي.
نن درته په امريکا د يوه جالب عمليات په هکله مالومات وړاندې کوو.
آمريکا په لومړي ځل د يوه خنځير زړه انسان ته پيوند کړ چې دا د خپل ډؤل لومړۍ پيښه کيدلی شي.
دا کس چې په عمر هم خوړلی په جنيټيک ډول سره ورته زړه پيوند شوی.
د ميريلنډ د طبابت برخې يوې ډلې په بريا سره، د زړه د بدلون عملیات ترسره او ۵۷ کلن, ډیویډ بینیټ ته يې په سینه کې د خنځير زړه پيوند کړ، هغه د نړۍ لومړی انسان شو چې د خنځير په زړه به ژوند کوي.
د ډاکترانو کارې ډلې وویل عملياتو اوه ساعته وغوښتل او اوس يې د ډیویډ بینیټ روغتيايي حالت ډير ښه دی.
عمليات د امريکا، بالټیمور ایالت کې ترسره شوي تر اوسه پورې بينيټ دريمه ورځ ده چې ژوندی دی د ژغورنې ډلې وويل چې د نوموړي د ژغورولو لپاره د خنځير زړه وروستۍ هيله وه خو دا يې و نه ويل چې هغه څومره کولای شي د خنځير په زړه ژوند وکړي.
بينيټ وويل چې زه به مړکيدم او یا به مې د زړه عملیات ترسره کيدل دا وروستی چانس وو، دا عملیات لکه تياره کې د غشي ويشتلو غوندي داسې ده.
د ميريلنډ پوهنتون کاري ډلې وويل چې که دا عمليات بريالي شي نو د ډیرو خلکو پر ژوند ښه اغېز کولای شي.
په دې کاري ټيم کې چې عمليات يې ترسره کړي يو پاکستانی ډاکټر، منصور محی الدين هم شامل وو.
هغه وويل لومړۍ تجربه دا وه چې انسان ته د بيزو زړه پيوند شي خو دا عمليه ناکامه شوه.
د دې عملیاتو لګښت ځکه زيات وو چې لومړي عمليات او د خنځير په اچول شوي زړه کې لس جنټیکي بدلونونه راغلي ول

Comments are closed.