The news is by your side.

ملا يعقوب: د تير حکومت ټول نظاميان د هېواد سرمايه ده موږ احترام ورته لرو

خبريال ويب پاڼه/ د تالبانو د دفاع وزير ملا محمد يعقوب مجاهد په خپلو تازه څرګندونو کې د تالبانو د مستبيدي کړنلارې بر خلاف د تير حکومت ټولو نظامي منسوبينو ته يو ښه پيغام ورکړ.
ملا يعقوب مجاهد وويل چې د تير حکومت منسوبينو افسرانو او پيلوټانو ته په خطاب کې وويل چې په بهر کې تاسې ته هيڅ احترام نه کيږي خو تالبان هغوی ته په احترام وګوري.
ملا يعقوب نن د کابل په هوايي ډګر کې په دې اړه خبرې کولې وويل د تير حکومت افسر او مسلکي کسانو ته به موږ د دوی د حکومت په پرتله زياته مينه او احترام وکړو.
د تالبانو دا لوړ پوړی چارواکی پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په يو شمېر ولايتونو کې د تالبانو له لوري د تير حکومت له منسوبینو څخه انتقام اخيستل کېږي زنداني کيږي او وژل کیږي.
د اګسټ مياشت کې چې کله جمهوري نظام د تالبانو له لوري نسکور شو ورسره سم د افغانستان په لکونو پوځيان، جنرالان افسران او پيلوټان له هېواده فراري او بهرنيو هېوادونو ته و تښتيدل.
د تالبانو مشر ملا هیبت الله اخند په خپلو څو پيغامونو کې چې د ده په نوم نشر شوي له تالب جنګياليو وغوښتل چې د عفوې فرمان ته په احترام سره د تير حکومت په منسوبینو کار ونلري.
خو د تالبانو له واکمنۍ را پردې خوا تراوسه پوري په بيلا بيلو ولايتونو کې د افغانستان د تير حکومت سلګونه منسوبین د تالبانو به لوري وژل شوي او زيات شمير يې شکنجه شوي.

Comments are closed.