The news is by your side.

د دوه مخې پاکستان وزير: بيا پر افغانستان پيسې پيدا کول غواړي

خبريال ويب پاڼه/ پاکستانی وزير شامحمود قريشي اسپانیا ته تللی او هلته يې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
قريشي اسپانیا ته تللی او هلته يې د دې هېواد له پارلماني غړو سره ليدلي.
قريشي هلته وويل چې افغانستان نا امنۍ د ۸۰ زره پاکستانيانو ژوند واخيست او همدارنګه يې ۱۵۰ ميليارده ډالر زيان دې هېواد ته ورساوه.
نوموړي وويل چې د‌ افغانستان په هکله د يوې نړيوالې اجماع په رامنځته کولو باندې کار کوي.
پاکستان بيا څه غواړي؟
پاکستان تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د جګړې پيس چې میلیاردونه ډالر ول له امریکا څخه اخيستل خو اوس چې په افغانستان کې د بشري او اقتصادي وضعيت لپاره نړۍ لاس په کار ده چې دې هېواد سره مرسته وکړي خو پاکستان بيا هم د ځان لپاره لګيا دی او ګټه کوي.
تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم ورته څرګندونې کړې چې دوی د افغانستان لپاره اندېښمن دي خو دا چې د هند مرسته شوي غنم يې د پاکستان له لارې پرې نه ښودل نو مالومه شوه چې دا هېواد افغانستان لپاره ښه نيت نلري.
پاکستان د تاريخ په اوږدو کې له افغانستان سره ثابت قدم نه دی پاتي شوی او تل یې کوښښ کړی چې په دې هېواد کې نیابتي جګړه مخ بوزي
اوس چې شامحمود قريشي اسپانیا کې دا څرګندونې کړې ایا رښتيا یې ویلي؟
پاکستان د ټولې نړۍ په کچه هغه تروريست پال هېواد دی چې په هر هېواد کې يې وګړي او د دې هېواد نوم په يوه پيسه دی تروريست پال هېواد پاکستان په افغانستان کې ستر جنايتونه وکړل شل کاله وړاندې يې تالبان پر امريکا خرڅ کړل خو اوس یې بيرته له همدې ډلې سره د خواخوږۍ لوبه هم کوي او په ورته وخت کې کيدلی شي زيان هم ورته واړوي

Comments are closed.