The news is by your side.

تالبان څنګه کولای شي ځان او افغانستان وژغوري!

خبريال ويب پاڼه/ هغه ځوانه ښځه، چي کونډه شوې وه دا ټپه به يې د ځان سره زمزمه کوله! که یاري کړم مخ مي توریږي : که یاري نه کړم ماشومان له لوږې مرینه. تالبان هم له ورته حالات سره لاس په ګریوان دي، له یوې خوا دري۳ بي ضمیره ګاونډیان، لکه: پاکستان، چین، ایران او له بلې خوا د شرق او غرب د سترو طاقتونو تر فشار لاندې دي. تالبان تر حکومت په مخالفت کي ډیر په غرور کي، زیات عزت یې درلود او هیڅ تر فشار لاندې نه ؤ، اوس ورته ډیر مسولیتونه ور تر غاړې شول. دوی به په کور دننه یوالي راولي، له ګاونډیانو سره به پر ښه تعامل باندي ځان عیاره وي، د نړیوالو باور به تر لاسه کوي، د هیواد پاشل شوی اقتصاد به پر پښو دره وي، خلکو ته به کار پیدا کوي او د هیواد په پرمختګ کي به ښه رول لوبه وي، خو د څلورو ۴ میاشتو په تیریدو سره دا ټول یو خیال لیدل کیږي.
لومړی: پاکستان هغه هیواد دئ! چي د تالبانو په واک ته رسیدو باندي سل ۱۰۰ سلنه تورن دی او پوره شل۲۰ کاله یې نه یواځي په خپله غیږه کي بستر ورته د ارام لپاره اوار کړی ؤ، بلکلي! د جګړې د مخ ته بیولو لپاره یې وسایط، سلاح، مهمات، جنګې وسایل ورته برابره ول او نظامیان یې اوږه په اوږه د افغان حکومت په راچپه کولو کي ورسره جنګیدل. اوس پاکستان د تالبانو د رسمیت پیژندلو لپاره ددي ټولو احسانو بدله غواړي هغه، لکه: د TTP ورسره جوړیدل او له پښو غورځول یعنې ځپل. د ډیورنډ د بدبختې کرښې په رسمیت پیژندل، د کنړ د سیند د اوبو واک د تل لپاره ورکول او د ځات اختیار په نړیواله کچه ورکول. پاکستان پر تیر کومک هم بسنه نه کوي، همدا اوس اخته دی د پخواني حکومت ځینې د ټیټې کچې کسان یې سره را ټول کړي دي او یو بل لنډ مهاله جنګ ته یې پر تالبان باندي د فشار په خاطر هڅوي.
دوهم: چین دئ، چي همدا مهال د اقتصاد له نظره په نړۍ کي دومره مخ پر وړاندې روان دئ، چي خپل رقیب امریکا یې حیرانه کړې ده، خو دومره لاسنیولی هیواد دئ، چي تر اوسه به یې چا تر لس۱۰ میلونه پورته مرسته نه وي لیدلې، په لس۱۰ میلونه مرسته باندې یوه ډله نه شي حمایه کیدلای څه مانا د یو هیواد حمایه کول. چین غواړي! چي تالبان له هند او امریکا څخه ځان راټول کړي، وسله والې ډلې ورته وځپې او معدنونه ټول د دوی په اختیار کي ورکړي، هغه مهال کیدلای شي د تالبانو غوښتنه هم ومني. چین، چي کوم هیواد ته ور دننه کیږي، نو؛ بیا داسي مستعامره کوي، چي هیڅ وخت ور څخه د خلاصون لاره بیا نشته، چي څه وخت وړاندې یې په کوئټ کي د هغه هیواد له حکومت سره د ځینو ټاپوګانو سودا روانه وه، چي بیا ددي کار پر وړاندې د کوئټ ولسونو لاریونونه وکړل.
دریم: ایران دی، چي له یوې خوا یې پر افغانستان دومره فرهنګي یرغل کړی، چي نسلونه ـ نسلونه به د ایران له فرهنګي یرغل څخه ځان خلاص نه کړو، له بلې خوا یې هزاره وروڼه راته دومره پر شاه ډبولي، چي اوس په هر نظام کي بیخې د نیمایې نفوس ونډه غواړي، دوی د هلمند په اوبو او بند کمال خان په اوبو سره خوږیږي او ددي کار د مخنیوي لپاره د مقاومت ځینې کسان ساتلي دي. پر تالبانو یې فشار اچولی دی، چي که تاسو موږ ته د معدنونو قرارداد رانه کړئ، د اوبو ستونزه مو را هواره نه کړئ او له امریکا څخه را بیل نه شئ، نو؛ موږ درسره د مقاومت کسان نه شو کشینولای او کیدلای شي په راتلونکي پسرلي کي د دوی له سخت مقاومت سره مخ شئ.
څلورم: له بلې خوا اسیامیانه هیوادونه، لکه! تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، روسیه او قزاقستان دي. دا هیوادونه، چي تازه یې اقتصادي پل اخیستی، ولسونه یې د ارام خاوندان شوي په واقعیت هم د یو باثباته افغانستان هیله لري، دداسي افغانستان هیله لري، چي ټول اقوام پکي یو ټول ګډونه حکومت ولري، دوی ته له افغانستان څخه خطر د تل لپاره متوجه نه وي. دغه هیوادونه هم د تالبان په بیا واک ته رسیدو سره ویریدلي او د دوی ویره تر ډیره پر ځای هم ده، داسي اوازې دي، چي فعلآ د افغانستان په شمالي ولایتونو کي په زرګونه وسله والو مرکزونه جوړ کړي دي، تیره ورځ د قزاقستان ولسمشر هم ادعا وکړه، چي زموږ په تاوتریخوالي کي د افغانستان د وسله وال لاس هم ؤ.
پنځم: بل پلو پر نړۍ د راج چلولو ستره امریکا او متحدین یې دي، چي دا بیا غواړي په اسیامیانه کي د خپلو رقیبانو، لکه: چین او روس د ځپلو لپاره دوه۲ ستر کارونه وکړي. لومړی دا، چي تاسو ولیدل، چي سږ کال امریکا په خپله کلنۍ بودیجه کي د افغانستان بار پر اوږو نه درلود، خو بیا یې هم د تیر په پرتله نظامي بودیجه شاه وخوا ۷۷۸ ملیارده ډالر اعلان کړه، له بلې خوا، چي هر کله تالبانو دداعش کسان نیولي هغوۍ په اقرار کي وایې[ چي موږ ته پر یوه ماین ایښودلو باندي پنځه۵ لکه افغانۍ راکول کیږي]. ایا دومره پیسې بغیر امریکا بل څوک هم ورکولای شي؟ دوی غواړي، چي جنګ اسیامیانه ته ور دننه کړي، چي ښه بیلګه یې د ارام قزاقستان نا ارامه کول دي، دا ځل، خو روس بیدارې وکړه بل ځل به یې ننداره کوو. بل دوی غواړي کله، چي په اسیامیانه کي د عرب پسرلي په شان تغیرات راوستل له هغه وروسته یو اقتصادي زون جوړ کړي. پدې کار سره به یو روسیه پر میدان یواځي پریږدي له اوسني غر غور څخه به یې واچوي او بل به د چین د اقتصاد مخنیوی په وکړي. دا کار هغه وخت ورته شونی دی، چي تالبان یې ورسره ومني، که یې ونه مني، نو؛ امریکا ته د تالبانو له مینځه وړل د تل په څیر ګرانه هم نه ده او دا امکان شته، چي تالبان به راتلونکی بیخې د لاسه ورکړي.
اوس تالبانو باید د هغه چا لمنه ونیسي، چي په لږ تاوان ډیره ګټه وکړي! که د پاکستان، چین او ایران هغه ومني تاریخ ته به ډیر لوی شرم پریږدي او ارامه پاته کیدلای هم نه شي او بل ډاکټر صیب نجیب به ویل ورکه دي شي مینځه، چي د مینځې کالي مینځي. موږ پخواني شوري اتحاد دي مرحلې ته رارسولي یو پریږده، چي دوی هم لږ درد ووینې موږ، خو بي له هغه خراب یو خراب به څه خراب شي او د امریکا راتلونکي پلانونه مو ډیر په تاوان هم نه دي. هیڅوک دي نه خوشحاله کیږي! چي د امریکا له رضایت څخه به پرته د ټاپي پروژه،
د کاسه زر پروژه
حیات پښتون

Comments are closed.