The news is by your side.

ايران او پاکستان تالبان ځان ته جوړول او مدیریت کول غواړي

خبریال ويب پاڼه/ که څه هم د ايران او پاکستان ترمنځ اړيکې هومره ښې نه دي خو دا دواړه هېوادونه اوس په دې سلا شوي چې له تالبانو په ګډه کار واخلي.
يو افغان سیاسي شننونکي کامران بخاري دا برخه څیړلې او په خپله مقاله کې يې چې په پارن، افيرز مجله کې نشر شوې ویلي چې پاکستان او ایران سربيره پر دې چې يو له بل سره اختلافات لري بیا هم غواړي د افغانستان د ثبات او د تالبانو د دولت د استحکام لپاره په ګډه کار وکړي.
ده زياته کړې سیمه ییز هېوادونه د ایران او پاکستان له نفوذ څخه په استفادې بې غمه دي.
ايران او پاکستان کې افغانستان کې سم حکومت نه غواړي
ايران او پاکستان د افغانستان ګاونډيان او ځانونه اسلامي جمهوریتونه بولي خو د خپلو شومو پاليسو به مخې يې هيڅ کله داسې دولت پر افغانستان نه دی پيرزو چې پر ځان متقي او پياوړی وي.
پاکستان او ايران څه غواړي؟
ايران اوبه او پاکستان د ډيورنډ رسمي کیدل دواړو هېوادونو په دې وروستیو کې کې پر تالبانو فشارونه زيات کړل او ترې غواړي چې د دوی غوښتنې بیلي بيلي ومني خو دا چې تالبان به څنګه وکړي مالومه نه ده
له دواړو هېوادونو سره په دې ورستيو کې تالبانو سرحدي ترينګلتيا وي هم درلودې او بيا هم تالبانو ګواښ وکړ چې هیڅ هېواد ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله وکړي

Comments are closed.