The news is by your side.

صالح له بل هېواده د فارياب اوررته پوکي ورکوي مسعود افغانستان ته راځي

خبریال ویب پاڼه/ له ليري قومانده امرالله صالح چې له افغانستانه دوه پښې څلور کړې او په تېښته بريالی شو خو اوس د افغانستان هر جنجال ته چکچکې کوي.
په فاریاب ولايت کې وروسته له هغه خلک په قهر را ووتل چې د تالبانو له لوري يو تالب سيمه ييز قوماندان، مخدوم عالم ونيول شو.
تالبان د دې تائید کوي چې مخدوم عالم د تالبانو سيمه ييز قوماندان وو، او غ د دې د استخباراتو له لوري نيول شوی دی چې د ده په وينا په دې تحقیقات جريان لري.
خلکو د مخدوم عالم د خوشي کولو له امله لاريون وکړ چې وروسته دا لاریون په جنجال واوښت او د فزيکي شخړو او ډزو راپورونه هم ورکړل شوي.
د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستيال امرالله صالح د فارياب خلکو د مقاومت مبارکي ورکړې او زياته کړې يې ده چې خلک تالبان به يا د خلکو غوښتنې مني او یا به نابود کيږي.
له دې سره ترخوا زيات راپورونه دادي چې د جبهې مقاومت ويلي چې احمد مسعود افغانستان ته راګرځي دې جبهې ويلي چې مسعود به د يو شمېر هېوادونو له سفر څخه وروسته افغانستان ستون شي مقاومت ادعا کړې چې د هندوکش يو شمېر. غرنۍ سيمې د دوی په لاس کې دي.
مسعود د يوې نوې جګړې لپاره افغانستان ته ستنیږي خو تالبان د جبهه مقاومت ډله له پامه غورځولې او دا هيڅ ګواښ په بولي.
تالبانو خبر ورکړی چې په فرياب کې يې حالت تر خپل کنټرول لاندې راوستلی او چاته به اجازه ورنکړي چې نور د دې ولایت حالت خراب کړي.
په ايران کې د تالبانو د کورنیو چارو وزیر امير خان متقي له احمد مسعود او اسماعيل خان سره وليدل او داسې ښکاريده چې دوی به جوړه وکړي خو دوی هیڅ يوې هوکړې ته و نه رسيدل اوس مسعود د خپل ځان او ډلې د معرفت لپاره کوښښ کوي چې جګړې ته لاس کړي.

Comments are closed.