The news is by your side.

د افغان دولت له ړنګېدو وروسته عمران خان له ای ايس ای مننه کړې: ولې؟

خبريال ويب پاڼه/ د تير ۲۰۲۱ اګسټ مياشت پر ۱۵ نېټه د افغانستان شل کلن ولس واک جمهوري نظام د تالبانو له لوري ړنګ او دا ډله واک ته ورسيدل.
د تير شل کلن جمهوري نظام چې د امریکا کلک ملاتړ يې له ځان سره درلود له پاکستان سره يو شمېر مسایل په جدي ډول ترسره کول لکه په سیمه ییزه کچه د تروريستانو څخه د دې هېواد ملاتړ، پاکستان ته د تلوونکو اوبو مخنيوی افغانستان ته د پاکستان د بې کيفيته توکو واريدول او داسې نور…
کله چې اشرف غني په واک کې وو، نو پاکستان يې څو ځله غوښتنه وکړه چې دی بايد له واکه ليري شي، پوښتنه داده چې دوی ولې د افغانستان له جمهوري نظام سره ستونزه درلود؟
د تاريخ په اوږدو کې به دا د خپل ډؤل يوه نوې بېلګه وي چې د پاکستان لومړی وزیر د ای ايس ای مقر ته ځي او له دې ادارې مننه کوي.
پر تالبانو بیا دا تور دی چې د ای ايس ای په دستور افغانستان کې زيات تخريب کاره فعالیتونه کوي او د دې ډلې اهداف په افغانستان کې ترسره کوي؟
تاسې څه فکر کوئ ای ايس ای د تير کال په اوږدو کې د پاکستان د ملي امنیت لپاره څه وکړل چې عمران ترې راضي شو او ستاينه يې وکړه فکر دا کيږي چې د تير کال په اوږدو کې د‌ افغانستان تقريبا يو پوره نظام سقوط وکړ.
د نواز شريف څخه په تير کې یوه پوښتنه شوې وه چې تا پاکستان ته څه وکړل هغه ورته ویلي وو، چې د افغانستان منظم نظام او اردو مې له منځه يو وړ، چې منظور ترې د ډاکټر نجيب الله واکمني ده هغه مهال پاکستان په دې هم بریالی شو چې ډاکټر نجيب الله په دار هم کړي.
د راپور جزيات دادي چې عمران خان د پاکستان د ملي امنیت د ساتنې له امله د ای ايس ای ادارې څخه مننه کړې هغه ویلي پاکستان د استخباراتو ادارې د پاکستان د امنیت ثبات او رفاع لپاره نه ستړې کېدونکي هڅې کړې دي.
د پاکستان د خوشحالۍ احساس هر بادرکه افغان ته کيږي ځکه قلم دا ليکنه وکړه

Comments are closed.