The news is by your side.

تښتيدلي احمد مسعود ته پلرني ميراث، د فرانسې پخواني ولسمشر ورسره اړيکه نيولې

خبريال ويب پاڼه/ زموږ د پخوانيو تش په نوم مشرانو د ټولو همدا صفت وو، چې هر يوه يې ځان ته هېواد درلودی او هغوی لپاره يې کار کوی.
د فرانسې پخواني ولسمشر فرانسوا اولاند پر خپل ټويټر ولیکل چې د قوماندان مسعود له زوی سره يې ټليفوني خبرې کړې.
اولاند وويل چې په دې ټليفوني مکالمې کې يې په افغانستان د ډيموکراسۍ د بيا رامنځته کولو لپاره د احمد مسعود د هڅو يعني جګړې ملاتړ کړی او د خپلې همکارۍ ډاډ يې ورکړ.
د مقاومت جبهې د بهرنيو روابطو مسول ميثم نظري وويل چې د فرانسې له پخواني ولسمشر فرانسوا اولاند سره يې خبرې ښې وې او د ده له انده په افغانستان کې يې د تروريزم په وړاندې د مبارزې خبره هم کړې.
ده وويل چې د فرانسې ولسمشر ډاډ ورکړ چې د جبهې مقاومت د هڅو ملاتړ به کوي.
ايا فرانسه افغانستان کې اورته لمن نه وهي
فرانسه چې د خپل پخواني کارکوونکي له زوی احمد مسعود سره اړيکه نيسي نو ښکاره خبره ده چې په افغانستان کې د يوې بلې جګړې تر شا به دريږي، احمد مسعود ځان افغانستان کې د ډيموکراسۍ مدافع بولي او د خپلې مبارزې برخه کې ټول افغانستان ملاتړی بولي خو د ده په ګډون د مقاومت ډلې ټول غړي تښتيدلي او چيري یې ځان پټ کړی دی خو ښکاره خبره ده چې دوی به هلته غلامي مني.
کله چې تالبان افغانستان باندې واکمن شول ټولو د مقاومت جبهې مدافعانو پاکستان تاجکستان ايران او نورو هېوادونو ته په تېښته بريالي شول.
خو له هغه ځايه يې انلاين مقاومت اعلان کړ اوس چې په هر ولايت کې د تالبانو په وړاندې څوک کوم ولایت کې ږغ پورته کړي نو سمدلاسه يې صالح او نور د مقاومت جبهې پوري وتړي، خو پوښتنه دا ده چې دوی ولې وتښتيدل دوی ولې ځان ته لویه لوټه ږدي.

Comments are closed.