The news is by your side.

نبيل: تالبان افغانان وژنې، خو حکومت په پنجابیانو جوړوي

خبريال ويب پاڼه/ وروسته له هغه چې عمران خان وويل چې افغانستان ته به د حکومت جوړولو لپاره بشری قوه، ډاکټران انجنيران او ټکنالوژۍ په برخه کې کسان واستوي د افغانستان د ملي امنيت پخواني رييس رحمت الله نبیل الله نبيل سخت غبرګون ښودلی او ویلي يې دي چې د تالبانو تر دې کار لویه غلامي نشته.
رحمت الله نبیل وويل چې تالبان ځانونه د احمد شاه بابا او میرویس نېکه بچيان بولي، خو د حکومت چلولو لپاره د افغانستان له دښمن پنجاب څخه مرسته غواړي، په داسې حال کې چې خپل افغانان وژني او هېواد څخه يې تيښتې کولو ته مجبور کوي.
په ورته وخت يو پخوانی ډیپلوماټ حضرت وهريز وویل د نړۍ په کچه پاکستان هغه هېواد دی چې بې کاري پکښې زياته ده او عمران خان د پاکستان د يوه واک دار په توګه افغانستان کې خپل بې کاران پر کار کوي.
تالبانو تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي خو پاکستان په رسمي ډول سره دا اعلان وکړ.
تالبان ولې ملت ته مراجعه نکوي د ملا منځ کې دا مهال لکونه کدري او مسلکي ځوانان د دې انتظار کوي چې بايد ورته کار پيدا شي خو که دا نه وي نو ټول له هېواده د تيښتې په حال کې دي ترڅو کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ برابره کړي.
تالبانو که څه هم د تير حکومت يو شمېر مامورين پر دندو پريښي خو هغوی ته يې تراوسه هومره پیسې چې حق يې دي یا يې وړاندې تنخوا اخيستل نه دي ورکړي ځکه نو له همدې امله په ادارو کې یو شمېر مسلکي کسانو خپلې دندې پرېښې او په بل کاروبار يې پيل کړی دی.
تالبانو په څوځله ويلي چې دوی به ټول مسلکي کسان په دندو وګماري خو اوس يې هغه کسان له پاکستان څخه راغوښتي دي

Comments are closed.