حنیف اتمر د هند د بهرنیو چارو وزیر سره غږېدلی
خبریال وېب پاڼه/د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر حنیف اتمر د هند د بهرنیو چارو وزیر سره په افغان سوله او د کرونا په مبارزه غږېدلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې محمد حنیف اتمر د ګاونډیو هېوادونو تاجکستان او چین سربېره د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره هم د ویډیویي کانفرانس له لارې په افغان سوله او د کرونا پر وړاندې په ګډې همکارۍ خبرې کړې دي.
ښاغلي اتمر او د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جي شېنکر د دواړو هېوادونو پر ګډې همکارۍ او د پراختیایي چارو او دغه راز د دواړو هېوادونو پر اقتصادي همکاریو خبرې کړې دي. دوی ژمنه کړې چې د افغان سولې په بهیر، بشر دوستانه اوربند او او د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه کې به ګډ کار کوي.
تر دې د مخه هندي رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله ویلي وو چې دوی چمتو دي افغانستان ته د کرونا وبا پر وړاندې مبارزې ته خپل روغتیا ټیمونه او سرتېري ولېږي، خو له افغان لوري کوم غبرګون و نه ښودل شو. هند تر دې وړاندې مالدیف او کوېټ ته هم د کرونا پر وړاندې مبارزې ته خپل ډاکتران او سرتېري لېږلي دي.
هند په سیمه کې د افغانستان ستراتیژیک دوست هېواد دی چې په تېرو دوو لسیزو کې یې له افغانستان سره په ملیاردونو ډالره مرسته کړې ده او یو شمېر انکشافي کارونه یې هم کړي دي چې د سلما بند یې یوه بېلګه ده.
د کویډاـ۱۹ ناروغۍ په زیاتېدو او په هېواد کې د چټکې خپرېدو سره سم یو شمېر آسیایي هېوادونو له افغانستان سره خپلو بشر دوستانه مرستو ته دوام ورکړ. تېره میاشت کې له عربي متحده اماراتو، چین او ازبکستان څخه هم افغانستان ته مرستې راغلې وې، دغې هېوادونو له افغانستان سره د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه او د نورو بشري مرستو پر دوام هم ټینګار کړی ؤ.
حنیف اتمر د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سره هم غږېدلی او له کرونا سره د مبارزې په برخه کې له همکاریو سربېره په اثتصادي او سوداګریزو چارو هم غږېدلي دي. په ورته وخت کې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر هم له ښاغلي اتمر سره د کرونا پر وړاندې پر ګډه مبارزه او له دغه هېواد سره په بشردوستانه همکارویو خبرې کړې دي.
له جي شېنکر سره په دغه ویډیویي کانفرانس کې ښاغلي اتمر د هند له وروستیو مرستو مننه کړې او دا یې د دواړو هېوادونو تر منځ سټراتیژیکه ملګرتیا بلللې ده.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.