امریکا د برېښنا په پایه برید وغانده

خبریال وېب پاڼه/د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الېس وېلز په افغانستان کې پر عامه تاسیسیاتو او زېربنایي برخو باندې بریدونه وغندل.

وروسته له هغه چې د دوې ورځې وړاندې د یکشنبې په شپه د کابل په میربچه کوټ کې وسلوالو د برېښنا یوه لویه پایه د بمونو په وسیله والوځوله، د منځنۍ او جنوبي آسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویلز دغه برید په کلکو ټکو وغانده.

نوموړې زیاتوي پر عامه تاسیساتو او برېښنایي زېربناو باندې برید چې له امله یط زرګونه کورنۍ بې برېښنا کېږي، یو خواشینوونکی او نه بښونکی عمل دی.

دا په داسې حال کې ده چې کابو هره میاشت شاوخوا شل وسلوالې اورپکې ډلې چې په کې بېلا بېلې مافیایي کړۍ هم شاملې دي، د هېواد په ګوټ ګوټ کې د برېښنا پایي له منځه وړي چې له امله یې د کابل په ګډون ګڼو ښارونو کې برېښنا پرې کېږي او په اونیو او ډېری وخت په میاشتو د برېښنا له پرچوۍ سره مخ کېږي. په دغه موده کې له سترو اقتصادي زیانونو سره په زرګونه کورنیو کې هم تیارې خپرېږي.

افغانستان یو بېوزله هېواد دی چې په ګڼو برخو کې له اقتصادي زوال سره مخ دی او ډېری اړتیاوې یې له بهرنیو هېوادونو څخه پوره کېږي. که څه هم په هېواد کې د اوبو سیندونه زیات دي خو تر اوسه دولت نه دی توانېدلی چې خپلې اوبه مهار کړي او د هېواد برېښنا ورڅخه پوره کړي.

د برېښنا شرکت وایي چې په میر بچه کوټ کې د الوزول شوې پایې له امله په کابل، وردګ، ننګرهار، لغمان، پکتیا، غزني او خوست ولایتونو باندې برېښنا قطع شوې ده او زرګونه کونۍ بې برېښنا شوې دي. دوی په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دغه پایه تر شاوخوا ۲۳ ملیونه افغانۍ لګښت راځي. په ورته وخت کې د برېښنا شرکیت له اقتصادي کرکېچ سره هم مخ شوې ده.

الېس وېلز وایي اوس مهال افغانستان د کرونا له یو ستر ګواښ سره لاس او ګرېوان دی، نو په وینا یې د برېښنا پرې کول د سلګونه روغتونونو برېښنا پرې کوي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کوي.

د دغې پایې د نړولو او الوزولو پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې خو دغه ډول ډېری بریدونه طالب اورپکي کوي چې تېر کې یې د هېواد په شمالي ولایتونو کې هم ورته کارونه کړي وو. ځینې شنونکي بیا په دې اند دي چې د کرونا له امله په هېواد کې د تېلو او ګازو بیې ټیټې شوې دي نو په خبره یې ښایي د تېلو مافیا دا کار کړی وي.

د برېښنا شرکت پرون د دغې پایې پر جوړولو کار پیل کړی او ویلي يې وو چې په پینځو ورځو کې به په بشپړه توګه جوړه شي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More