The news is by your side.

ازبکستان افغانستان ته د توکو صادرات پیلوي

خبریال وېب پاڼه/ د ازبکستان ترانسپورت وزارت وايي، یاد هېواد د تاشکند ـ حیرتان له لارې د کتار په مټ افغانستان ته د توکو صادرات پیلوي.

د ازبکستان ترانسپورت وزارت زیاتوي، د ازبکستان اوسپنې پټلۍ شرکت د افغانستان حیرتانو پر لور یو منظم بار وړونکی کتار پیل کړی او ټاکل شوې ده چې تر دوو راتلونکو ورځو پورې افغانستان ته ورسیږي.

د یاد وزارت په خبره په تاشکند او ځینو نورو لارو کې د واګونونو بارګیري کیږي. ازبکستاني چارواکي وایي چې افغانستان ته د توکو د لېږد کتار به د اوونۍ درې ځله ترسره شي.

مخکې له دې د سوداګرۍ وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ خونه ویلي و، چې د لومړنیو خوراکي توکو په واردولو سره به خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ نه‌ شي.

له‌ دې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت په دې اړه له ازبکستان او قزاستان سره هم خبرې کړي او هغوی افغانستان ته د خوراکي توکو د وارېدولو په اړه ډاډ ورکړی و.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم وايي چې د خوراکي توکو وارېدول په عادي ډول روان دي، خو د دغې خونې چارواکي زیاتوي چې د یو لړ محدویتونو له امله د هېواد صادرات کم شوي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤولین وايي چې له تېرې ورځې راهیسې یو ځل بیا د کابل په بازارونو کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې لوړې شوي.

د کرونا ویروس د مخنیوي له امله په هغو سیمو کې چې محدودیتونه لګېدلي او په یو شمېر قرنطین شويو سیمو کې، د خوراکي او لومړنیو توکو بیې خوا لوړې شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.