The news is by your side.

پکتیکا: ۸۰ ټنه مرسته شوي غنم ورک شوي دي

خبریال وېب پاڼه/ د پکتيکا ولايتي چارواکي وايې، چې په دې ولايت کي د ولسواليو لپاره د طبیعې پېښو ځپلیو کورنیو سره مرسته شوي غنم ورک شوي نه دي بلکې د اړونده ولسواليو په اوسېدونکو ويشل شوي دې، خو خلک او ولايتې شورا وايي غنم ورک شوي دې.

په خواله رسنيو او په ځانګړې ډول د پکتيکا والو په خولو د ورکو شويو غنمو خبرې زور اخيستی، چې تر ډېره اوس په شګو مشهوره شوي، خلک حيران دې چې څنګه ۸۰ ټنه غنم ورک کېدی شي.

د پکتيکا ولايت د مقام استازي محمد عارف کټوازي په دې اړه په يوه مطبوعاتې ناسته کي وويل، چې په دې وروستيو کې په ولايتې اداره نيوکي وي، چې ګواکې مرسته شوي ۸۰ ټنه غنم ورک شوي دې.

سرچنې وويل، چې مرسته شوي غنم د وړممۍ، وازيخوا او تروې او نورو ولسواليو لپاره دوه زره ټنه غنم مرسته شوي و، چې له يادو غنمو د ولسمشر د حکم په اساس د امنيه قوماندانۍ اړوند وېشل شوي، ۵۱,۵ ټنه غنم، ملی امنيت ته ۱۷,۵ ټنه، کوچيانو لپاره ۵۵، دبرمل لپاره ٢,۴ ټنه، د ښځو چارو درياست لپاره ۱۰,۲ ټنه ګومل ۱۰,۲ټنه، د مرکز لپاره ۱۲۶,۱۷ ټنه، د اجيرو کارمندانو لپاره ۲۸,۴ټڼه، د وړممی وازيخوا او تروې ولسواليو لپاره ۳۰۰ ټنه غنم او ورته ډول نورو ولسواليو ته هم خپله سهميه غنم ويشل شوي دې.

هغه وويل چې په ولايتي اداره پورې تړل شوي تورونه حقيقت نه لري او دا کار د امتياز غوښتنې په موخه تر سره شوی.

د پکتيکا ولايت د کرڼې رييس ابوبکر او له پېښو سره د مبارزې رييس علي اقا په دې اړه وويل، چې هېڅ ډول غنم ورک شوي نه دي او بلکې د ولايتې ادارې او طرز العمل سره سم يې په ولسواليو ويشلې دې.

مدني فعال محمد الله او عبدالحق وويل، چې د خلکو په منځ کې د ورکو شويو غنمو خبره متل ګرځيدلی، نو ځکه دې ولايتي اداره خلکو ته قناعت ورکړي چې د دريو ولسواليو غنم څنګه او چېرته توضېع شوي دې.

هغه وويل چې د غنمو د وېش ځنډ خلک اړ کړل چې خپل اواز پورته کړي.

ديادونی وړ ده چې يوه اوونۍ وړاندې د ورکو شويو غنمو په اړه راپور خپور شوی وو او نن د پکتيکا مسؤولين اړ شول چې خلکو قناعت ورکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.