The news is by your side.

هرات: حکومت له لوري خلکو سره هېڅ راز مرسته نه ده شوې

خبریال وېب پاڼه/ د هرات اوسیدونکي او ولایتي شورا غړي وايي د هرات سیمه اییزې ادارې په امر اړمنو کسانو یو نوملړ چمتو کړی خو تر اوسه ورسره هېڅ مرسته نه ده ترسره شوې.

د هرات ښار یو شمېر اوسېدونکي سیمه اییز حکومت اړمنو کسانو سره پر مرستې نه ترسره کولو تورنوي او وایي حکومت دغې چارې سره یې خلک له هغوی سره ښکېل کړي دي.

هغوی وایي، څو وارې د هرات د سیمه اییزې ادارې په امر د اړمنو کسانو نوملړ چمتو کړای شوی، خو تراوسه د حکومت له خوا هېڅ ډول مرسته نه ده ترسره شوې.

خو د هرات والي وایي چې مرستې باید د کره شمېرو له مخې ریښتینو اړمنو ته ووېشل شي.

د هرات د ولایتي شورا ځیني غړي وايي، چې څو ځلې یې د سیمه اییز حکومت په لارښوونې سره د بې وزلو کسانو نوملړ په ناحیو کې برابر کړی دی خو تر اوسه بیا دوی ته مرستې نه دي وېشل شوي او نه یې هم په اړه ګام پورته شوی دی.

په هرات ښار کې د ګذر وکیلان وايي چې ښاریان په ډېر ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي او په جدي توګه غذايي توکو ته اړتیا لري.

دوی له حکومت څخه غواړي ترڅو د ټولنې اړمنو کسانو ته د مرستې رسونې بهیر په اړه چټک ګام پورته کړي.

خو د هرات والي بیا وايي چې دوی کره شمېرې ته اړتیا لري ترڅو د یو سیستم له مخې اړمنو کسانو ته مرستې ووېشل شي.

په هرات کې اړمنو کسانو ته په وخت سره د غذايي توکو د مرستې نه رسونې څخه په داسې حال کې غږ پورته کیږي چې د هرات ولایت اوسیدونکي له دوه میاشتو راپه دې خوا د کرونا ویروس پراخوالي مخینوي له امله په قرنطین کې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.