The news is by your side.

طالبانو ومنله چې د هلمند مرستیال والي‌ افغان پوځ نیولی

خبریال ویب پاڼه – وسله والو طالبانو ومنله چې د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د والي شراف الدین تقي مرستیال ملا عبدالاحد افغان پوځ ژوندی نیولی دی .

ملا عبدالاحد د طالبانو د پخواني‌ځواکمن قوماندان ملا دادالله اخوند ملګری وو او په هلمند کې د ملا منان تر مرګ وروسته چې کله شراف الدین تقي د هلمند والي‌وټاکل شو نو دوه مرستیالان یې وټاکل چې یو یې ملا عبدالاحد وو.

ملا عبدال احد په هلمند ولایت کې  د خلکو د ستونزو حل کولو او له ولس سره د رابطې په برخه کې کار کاوه .

نوموړي د ملا دادالله تر مرګ وروسته له منصور دادالله سره ملګری وو،‌خو چې کله منصور دادالله د پیر اغا له لوري ووژل ووژل شو ؛ د ډېری نورو طالبانو په څېر ملا عبدالا حد هم هلمند ته مخه کړه .

ملا عبدالاحد د ملا منان له اخښي سره تر اړیکو ورسوته دغه منصب ته ورسېدو .‌

په کوټه کې د طالبانو د شورا یوه غړي‌خبریال ویب پاڼې ته وویل چې ملا احد تېره ورځ سهار وختي د هلمند په سنګین ولسوالي‌کې د ملي‌اردو ځواکونو ژوندی ونیوي .

له هغه سره دوه نور کسان هم نیول شوي‌چې یو یې ساتونکی او بل موټر چلونکی دی .

د افغانستان د دفاع وزارت سرچینې مني چې یو لوړ رتبه طالب قوماندان یې نیولی دی ؛ خو د تفصیل له ورکولو ډډه کوي .‌

ملي‌اردو دا ځواکمن طالب قوماندان وروسته له هغه ونیوی چې د قطر د مذاکرات ي ټیم غړی ملا فاضل ؛ د طالبانو د استخباراتو مشر مولوي ‌صیب مطیع الله ؛ د نیم افغانستان لپاره د طالبانو د نظامي شورا مشر ملا ذاکر له یوې ډلي ‌نورو قوماندانانو سره د افغانستان هلمند ولایت ته د پاکستاني استخباراتو (ای ایس آی ) له لوري ‌هلمند ولایت ته په دې موخه لیږل شوي وو چې هلته د طالبانو یو پیاوړی مشر ملا ګل اغا او د هغه ملګری صدر ابراهیم خوشحاله کړي او پآکستان ته یې راولي‌.

دا دواړه مشران د ایران له ملاتړه برخمن دي‌او په طالبانو کې د افرادي قوت سره سره مالي‌ پراخي سرچینې لري .

ویل کېږي چې دواړه مشران له هلمند ولایت نه وروته له هغه بیلا بیلو او جلا جلا سیمو ته لاړل چې د کوټې ورغلي پلاوي سره یې لیدنه وکړه ؛ له کوټي ورغلی پلاوی بېرته تش لاس پاکستان ته ستون شوی دی .

طالبان وايي‌چې د هلمند په سنګین ولسوالي کې نیول شوی ملا عبدالا حد د طالب مشرانو لیدو ته تللی وو، خو له هغوی سره په لیدلو نه دی توانېدلی .‌

د یادولو وړده چې دا په روان کال کې تر ټولو مهمه نیونه وه چې دافغان ملي‌اردو له لوري وشوه .

هلمند ته د طالب مشرانو سفر !

هرات ! دطالبانو خپلمنځي‌ نښته کې پراخ تلفات

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.