پکتیا والو له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه

خبریال وېب پاڼه/ د پکتیا اوسېدونکي له وسله وال طالبانو غواړي چې له افغان حکومت سره اوربند وکړي.

دوی وایي، پکتیا کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي او که وسله وال طالبان له جګړې لاس وانه خلي او اوربند ونه کړي یو لوی انساني ناورین به رامنځته شي.

په ورته وخت کې د پکتیا ولایتي مسؤولین وایي په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا جګړه زیاته شوې او له کرونا سره یې د دوی مبارزه ټکنۍ کړې ده.

دلته د پکتیا اوسېدونکو په یوه مطبوعاتي ناسته کې له وسله والو طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه.

دوی وایي په دې ولایت کې د کرونا مثبتې پېښې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي او که وسله وال طالبان جګړه ونه دروي او د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه ونه شي، په دې ولایت کې به ډېری په دې ویروس اخته کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي.

دوی وایي وسله والو طالبانو څه موده وړاندې په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې په هر هغه سیمه کې چې د کرونا ویروس پېښې زیاتیږي دوی به په یاده سیمه کې اوربند کوي.

د ناستې د ګډون والو په خبره پکتیا کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمېر په هغو سیمو کې زیات دی چې د وسله والو تر کنټرول لاندې دي، چې پر وړاندې یې مبارزه نه کیږي او وسله وال طالبان دې اوربند وکړي.

په ورته وخت کې بیا د پکتیا والي شمیم خان کټوازی وایي، په دې ولایت کې په دې وروستیو کې د وسله والو له خوا جګړې زور اخیستی چې له کرونا سره یې د دوی مبارزه ټکنۍ کړې ده.

د کټوازي په خبره د دوی زیات وخت د جګړې په کنټرول مصرفیږي او د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره کافي وخت نه لري چې مخه یې ونیسي.

د هېواد په کچه پکتیا یو له هغو ولایتونو شمېرل کیږي چې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په کې زیات دی.

د معالوماتو له مخې پر کرونا اخته کسان زیات په هغو سیمو کې دي چې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دي چې د حکومت له خوا ورته د مرستو رسولو برخه کې یې ستونزې رامنځته کړې دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More