The news is by your side.

کرونا, خوست کې د ښځو ملي آرمان ټولنې عامه پوهاوی

خبریال وېب پاڼه/ د څو ورځو را په دې خوا د ښځو ملي آرمان ټولنې مشرې زینب افغان په رضا کار ډول د تڼیو ولسوالۍ اړوند دورملکې سیمه کې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی ترسره کوي چې زیات شمېر ښځې ترې اګاه شوي او ښځې خوښي څرګندوي چې موږ ته یې د کرونا په اړه اړین معالومات راکړل.

یادو مېرمنو ژمنه کړې چې به دغه معالومات له نورو مېرمنو سره شریکوي، خو تر اوسه په خوست کې په کرونا ویروس شپږ تنه اخته شوي.

د خوست والي حلیم فدايي وايي هغه کسان چې له دوبۍ څخه راغلي د کورنۍ غړي او نور خلک دې ورسره هېڅ ډول تماس نه نیسي او دا مسافر دې ۱۴ ورځې ځانونه قرنطین کړي.

خو د ولایتي ادارې له خوا د دوی د قرنطین چارې روانې او په دې اړه جوړ شوي مرکز کې په زیات شمېر مسافر قرنطین شوي.

بل خو بیا په دغه ولایت کې د ګوزڼ ضد واکسين د وروستيو کمپاينونو پرمهال د خوست په پنځو ولسواليو کې کلينيک په کلينيک ماشومانو ته واکسين شوي دي.

خلک وايي، د دوی په همکارۍ دې کور په کور د ګوزڼ دغه کمپاينونه ترسره شي.

د يادو ولسواليو اوسېدونکي د روغتيا برخې له دولتي مسؤولينو غوښتنه لري، چې د خلکو په همکارۍ دې په دغو ولسواليو کې کور په کور د ګوزڼ ضد واکسين کمپاينونه ترسره کړي.

پوليو يا په ماشومانو کې فلج تداوي نه لري. د روغتيا پالانو ټينګار دا دی چې په بشپړ ډول د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره لازمي ده، چې د هر کمپاین پرمهال هر ماشوم ته د پوليو واکسين تطبيق شي.

د خوست ولایت د عامې روغتيا رياست مسؤولين وایي، ۵۷ سیار ټيمونو ښه نتيجه ورکړې ده، چې په لويو لارو او کليو کې د ګوزڼ پر وړاندې د ماشومانو د واکسين په موخه ګمارل شوي دي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې د ګوزڼ ويروس په کې پاتې دی.

د پوليو ويروس له کبله رامنځته کېدونکی فلج تاداوي نه لري، خو د مخنيوي يوازنۍ لاره يې د دې ناروغۍ ضد واکسين دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.