The news is by your side.

ایران نه د راوښتونکو کډوالو په شمېر کې کموالی راغلی

خبریال وېب پاڼه/هېواد ته له ایران څخه د راوښتونکو کډوالو په شمېر کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر عالمي بلخي وایي، وري میاشت کې له ایران څخه د راستنېدونکو کډوالو شمیر کې څه باندې ۶۰ سلنه کموالی راغلی دی.

د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر د تېرې کب میاشتې په پرتله څه باندې شپېته سلنه کموالی موندلی دی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وایي د روان کال یوې میاشتې په لړ کې نږدې پنځه زره تنه له ایران څخه افغانستان ته راغلي دي.

په داسې حال کې چې د تېرکال کب میاشت کې یو سلو اوه څلویښت زره تنه له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي وه.

په افغانستان کې د کوویډ١٩ ناروغۍ په زیاتېدو او په ایران کې بیا د دې ویروس کموالي سره هېواد ته د ایران څخه د کډوالو د راستنېدو بهیر کې کموالی راغلی دی.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ د روان کال لومړۍ میاشت کې هر ورځ په منځنۍ کچه باندې اوه سوه کډوال هېواد ته راوښتل، چې په دې میاشت کې بیا د هېواد راستانه شویو کډوالو شمېر هم له پنځوس زرو څخه کم وه.

په داسې حال کې چې د دې ادارې په خبره د کرونا ویروس پراخوالي سره د ۱۳۹۸ کال وروستیو میاشتو کې په بې سارې توګه افغان کډوال هېواد ته راستانه شول، چې شمېر یې د ورځې په منځنۍ کچه ۱۵ زرو تنو ته رسېده.

د کډوالو چارو وزیر وايي، چې هغه کسان افغانستان ته راستانه شوي په پولو کې څېړل شوي دي، د کرونا ویروس د نښو نښانو شتون په صورت کې روغتونونو ته وړل شوي دي.

بل خوا بیا د پاکستان څخه افغان کډوالو راتګ بهیر هم ځنډول شوی دی.

دغه بنسټ د نورو برخو ترڅنګ د ایران څخه د افغان کډوالو د راتګ د کموالي لامل هم په ایران کې کرونا باندې اخته کسانو په وړیا توګه درملنه او افغانستان کې د کرونا ویروس پراخوالي زیاتوالی یاد کړ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.