The news is by your side.

ایران له افغانستان سره د شل زره کېټونو مرسته کوي

خبریال وېب پاڼه/د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې دغه هېواد غواړي له کرونا سره د مبارزې لپاره افغانستان ته ۲۰ زره تشخصیه کېټونه ورکړي.

له ګاونډي چین، ازبکستان او په سیمه کې د هند او عربي متحده امارانو له مرستې را وروسته ایران پینځم هېواد دی چې له افغانستان سره د روغتیایي تجهیزاتو مرسته کوي. ویل کېږي دغه کېټونه به په تهران کې د افغانستان سفیر ته ورکول کېږي او هغه به یې هېواد ته را واردوي.

تر دې وړاندې چین په دوو جلا جلا مرستندویه بکسو کې له افغانستان س ره د ګڼو روغتیایي تجهیزاتو مرستې کړې وې. د چین د بهرنیو چارو وزیر هم وړمه ورځ له ولسمشر غني سره په ټلیفوني خبرو کې د چین لخوا له افغانستان سره د هر راز مرستو لپاره چمتووالی ښودلی ؤ.

کرونا اوس په یو نړیوال ناورین اوښتی چې د افغانستان په څېر وروسته پاتې هېوادونه یې له خورا سخت کړکېچ سره مخ کړي دي. نړیوالو هم تر اوسه په بېلا بېلو برخو کې افغانستان سره خپلې مرستې شریکې کړې او اعلان کړې دي.

له چین سربېره په سیمه کې د افغانستان ستراتیژیک دوست هېواد هند هم له افغانستان سره د بېلا بېلو مرستو بکسې شریکې کړې دي. له دغه هېواد څخه په تېرو دوو اونیو کې افغانستان ته د خوراکي او روغتیایي توکو لیې بکسې راغلې دي، چې له ډلې یې د غنمو او روغتیایي درملو یادونه کولی شو. د هندوستان چارواکو همداراز په افغان لوري غږ کړی ؤ که چېرته اړتیا پېښه شي خپل روغتیایي ټیمونه به هم افغانستان ته را ولېږي او د کرونا پر وړاندې مبارزه کې به خپل رول ادا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ته په لومړي ځل کرونا د ایران له پولو را واوښتله او د هېواد په لودیځ ولایت هرات کې لسګونه کسان په کرونا اخته شول چې بیا په ډېره کمه موده کې د هېواد نورو ولایتونو ته هم دغې وبا سرایت وکړ.

تر اوسه له ایران نه شاوخوا ۲۵۰ زره افغان کډوال را ستانه شوي دي چې په دوی کې یې ډېری هغه مسافر هم شامل وو چې کرونا یې له ځان سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې خپره کړه.

په تېرو څو اونیو کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم د افغان سولې او د کرونا سره د مبارزې په چارو کې خپلې هلې ځلې زیاتې کړې دي او د منځني ختیځ هېوادونو په ګډون یې د یو شمېر اسیایي هېوادونو له چارواکو سره په افغان سوله او د هغې لپاره په سیمه ییزه اجماع خبرې کړې دي.

په داسې حال کې چې ایران کې د کرونا له امله د وژل شویو کسانو شمېر تر ۵۸۷۷ اوړي، د دغه هېواد چارواکو په خپل تازه بیان کې ویلي چې دوی به د کرونا ضد مبارزه کې له افغانستان سره خپلې بشري مرستې جاري ساتي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance