The news is by your side.

د خواف- هرات د اوسپنې پټلۍ به ډېر ژر بشپړه شي

خبریال وېب پاڼه/ د خواف- هرات اوسپنې پټلۍ به د روان لمریز کال په ترڅ کې بشپړه شي.

ایراني رسنیو د ایران د رېل پټلۍ د رغونې او پراختیا د وزیر په حواله لیکي چې د دې پروژې سره سره به د چابهار- زاهدان رېل پټلۍ چې د افغانستان د میلک پولو کې دوام لري ۴۳ سلنه فزیکي پرمختګ درلود. چې د دغې پروژې بشپړېدو سره به افغانستان د ایران سره ونښلول شي.

د ټرانسپورټ وزارت وايي د خواف- هرات اوسپنې پټلۍ کار څه باندي ۱۹ سلنه بشپړ شوی دی، چې سږکال به ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

د خواف- هرات اوسپنې پټلۍ افغانستان له ایران سره نښلوي.

د دې پروژې د بنسټ ډبره چې شاوخوا یوه لسیزه وړاندې اېښودل شوې وه، سږکال به عملي شي.

د دې پروژې عملي کار اوس مهال د افغانستان په خاوره کې روان دی
د شمع‌تېغ- هرات لار چې شپېته کیلومتره اوږدوالی لري.

د ایران د اورګاډي د رغونې او پراختیا معین وویل چې دا پروژه به د دې کال په لومړۍ نیمایي کې بشپړه شي، چې له مخې به یې افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د ایران سره وصل شي.

د چابهار – زاهدان د رېل پټلۍ کار چې د افغانستان د میلک پولو کې دوام لري تر کار لاندې دی او تر دې دمه یې ۴۳ سلنه پرمختګ شوی دی.

د سوداګرۍ خونه وايي چې د چابهار اورګاډي او د خواف- هرات اوسپنې پټلۍ به د کابل او تهران تر منځ سوداګري زیاته کړي.

دوی دغه پټلۍ د افغانستان او ایران دواړو لپاره مهمه بللې ده.

د ایراني چارواکو په خبره هرات- خواف پټلۍ به افغانستان له چابهار بندر او ایران د مرکزي اسیا له هېوادونو سره ونښلوي.

ایراني مسؤولینو ویلي چې دغه پټلۍ په ایران کې د پټلیو له عمومي شبکې سره نښلول شوې ده چې په دې سره به د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګرۍ او ټرانزیټ کې ګڼې نورې اسانتیاوې هم رامنځ ته شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.