The news is by your side.

تراوسه ٦میلیارد او ٧٠٠میلیونه افغانۍ بودجه تعدیل شوې

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د مالیې وزارت وایي، تر اوسه ۶ میلیارده او ٧٠٠ میلیونه افغانۍ بودیجه تعدیل شوې.

د ۱۳۹۹ کال بودیجې د تعدیل طرحه کابینې ته سپارل شوې.

د مالیې وزارت وایي، چې تر اوسه بودیجه کې شپږ میلیارده او اووه سوه میلیونه افغانۍ تعدیل شوې او دغه شمېر پیسې کرونا سره د مبارزې برخه کې لګښت شوې.

خو د ولسي جرګې د ماليې او بودجې کمېسیون بودجوي کوډونو لګښت او تعدیل کې د روڼتیا نشتوالي ته اندېښمن دی او له مالیې وزارته غواړي څو د بودیجې د تعدیل طرحه ولسي جرګې ته واستوي.

د ۱۳۹۹ کال بودیجه ۴۲۸ ملیارده افغانۍ وه چې له ډلې يي ۲۸۹ ملیارده به یې په عادي بودیجه ولګول شي. خو کرونا ویروس د افغانستان بودجه له ګواښ سره مخ کوي.

د افغانستان حکومت د کرونا ویرس د خپرېدو له امله ګمرکي محصولاتو او نورو عایداتي سرچینو ته زیان اړوي.

څه موده مخکې د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي ویلې وو، د یادې بودجې ۴۸ سلنه د افغانستان له داخلي منابعو او پاتې ۴۷ سلنه یې پر نړیوالو مرستو ولاړه ده.

د یادې بودیجې ۴۱سلنه د افغانستان د امنیتي سکټور لپاره په نظر کې نیول شوې ده.

تر دې مخکې د ولسي جرګې غړي د یادې بودجې د طرحې په اړه د ولایتونو ترمنځ د توازن د نه مراعتولو په اړه د نظر اختلاف درلود او په یاده بودیجه کې یې د اصلاحاتو غوښتنه کړې وه.

افغانستان کې د تېرو څو کلونو راهیسې نوی مالي کال د مرغومې په یوولسمه پیلیږي.

د افغانستان ۱۳۹۸ مالي کال بودجه په مجموعي ډول ۳۹۹ میلیارده افغانۍ وه چې ۲۷۵ میلیارده يې عادي او پاتې نوره پراختیایي بودجه وه.

ولسمشر غني هم د یادې بودجې د تصویب له امله له ولسي جرګې څخه مننه کړې ده.

هغه پر وخت د حکومتي پلانونو د عملي کولو په برخه کې د یادې بودیجې تصویبول مهم بللي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.