کرنې وزات: سږ کال پر ۴۵زره جریبه ځمکه بڼونه جوړ شوي

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي چې د دغو بڼونو یوه برخه، متراکمه ده چې لږې ځمکې څخه به یې ډېر حاصل ترلاسه کړی شي.

د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ، ټاکل شوي د هېواد پنځو شمالي ولایتونو کې، پنځه شپیته جریبه ځمکه کې متراکم بڼونه رامنځته شي په هېواد کې میوه لرونکي باغونه د کرنې او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ برنامې له لوري جوړیږي
متراکم بڼونه هم په دې پروژه کې شامل دي.

هغه بڼونه چې بزګران او بڼوالو له پاره په کمه ځمکه کې ډېر حاصل ورکوي او همدارنګه نیالګي به یې په دویم او دریم کال باندې حاصل ورکړي.

د کرنۍ او مالدارۍ وزارت شمېرې ښکاره کوي چې له ۲۸ زرو څخه زیات مېوه لرونکي نیالګي له بهر څخه اخیستل شوي دي او ډېر ژر به د هېواد شمالي ولایتونو کې کېنول شي.

بلخ له هغه ولایتونو څخه دی چې ډېر ژر به په کې د مڼو او ناکو بڼونو جوړ شي.

د کرنۍ او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، تر اوسه پورې ٤٥ زره جریبه ځمکه کې بڼونه جوړ شوي دي چې ډېری یې بیا متراکم دي.

د یادونې وړه ده، چې د متراکمو بڼونو جوړول بیا زیانونه هم له ځانه سره لري.

د کرنۍ او مالدارۍ خونه وايي، چې دا باغونه بیا د اوږدې مودې په وخت کې د بڼوال له پاره زیان لري او حاصل به یې له هېواد څخه بهر ډېر کم بازار ولري.

د هېواد اقتصاد پياوړتیا کې د بزګرۍ برخه بیا د نورو برخو په پرتله ډيره ونډه لري، نږدې له ٢٣ سلنه ډېر خلک په ځانګړې توګه د کلیو او بانډو اوسېدونکي بزګر دي او له همدې برخې څخه پیسې تر لاسه کوي.

یاد وزارت مخکې ویلي وو، چې د سږ کال لپاره یې په هېواد کې د خرما د ونو کېنولو او ترویج لپاه ملي طرحه جوړه کړې ده.

د کرنې وزارت د معلوماتو پر اساس تېر کال افغانستان د ۹,۲ میلیونو ډالرو په ارزښت نږدې ۱۹ ټنه خرما له بهرنیو هېوادونو نه وارد کړې ده.

دغه وزارت وايي که افغانستان د خرما د تولید په برخې کې پر ځان بسیا شي هر کال ۱۰ میلیونه ډالر به د افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې مرسته وکړي او ځینو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More