The news is by your side.

چین بدخشان ته څېرمه لوی هوایي ډګر جوړوي

خبریال وېب پاڼه/د چین رسنیو خبر ورکړی چې دغه هېواد هوډ کړی چې د افغانستان بدخشان ولایت ته څېرمه سینکیانګ ایالت کې لوی هوایي ډګر جوړ کړي.

دغه ستر اقتصادي هېواد وروسته له هغه دا تصمیم نیسي چې هر کال چین ته زرګونه تاجران له مختلفو لارو تګ راتګ کوي او تر ډېره یې لارې پېچلې او اوږدې وي. اوس ډېری افغان تاجران او سیاحین له کابل او نورو لویو ښارونو نه دوبۍ او له هغه ځایه بېجېنګ او د چین نورو ایالتونو ته ځي.

چین په سیمه او ګاونډ کې یو لوی اقتصادي زبرځواک هېواد دی چې له افغانستان سره په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې ژورې اړیکې لري. دغه لوی توکمی هېواد له افغانستان سره د خپل اقتصاد د غوېدا په خاطر هم د ښو اړیکو لرلو په درشل کې دی او وخت نا وخت له افغانستان سره خپلې اقتصادي مرستې کوي.

ټاکل شوې ده په سینکیانګ کې د دغه هوایي ډګر د جوړېدو چارې په نیږدې را تلونکي کې پیل شي. د معلوماتو له مخې دغې هوایي دګر ته په لومړي سر کې ۲۷۰ ملیونه ډالره بودیجه ځانګړې شوې ده او د اړتیا پر مهال ښایي د بودیجوي ګراف نور هم لوړ کړي. ویل کېږي له یاد شوي هوایي ډګر څخه به هر کال تر ۱۶۰ زرو پورې مسافر تګ راتګ وکولی شي.

چین غواړي له افغانستان سره خپلې اقتصادي اړیکې نورې هم غښتلې کړي تر څو وکولی شي له دې لارې له منځنۍ او جنوبي آسیا سره د سوداګریزو اړیکو یو څلور لاری را منځته کړي. دغه هېواد اوس مهال کې له امریکا وروسته دویم ستر اقتصادي ځواک بلل کېږي او امریکا هم تل د چین له اقتصادي ځواکمنتیا څخه په وېره کې دی.

چین په سیمه کې په ګوادر او کراچۍ بندرونو هم ستره پانګونه کړې ده او هڅه کوي د منځنۍ او جنوبي آسیا هېوادونو سوداګریز واک ځانته را جلب کړي. هند هم د چابهار بندر له لارې هڅه کوي چې آسیایي هېوادونه د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره په یو لوی سوداګریز تمځای بدل کړي.

د معلوماتو له مخې د چین د سینکیانګ په ایالت کې جوړېدونکی هوایي ډګر به هر کال ۴۰۰ ټنه سوداګریز توکي هم ترانزیت کوي.

چینایي چارواکي وایي چې دا د یو کمربند یوې لارې د پروژې برخه ده او موخه یې په سیمه کې د اقتصادي پرمختګ او پراختیا را منځته کول دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance