The news is by your side.

د پاکستان او تالبانو خرابې اړيکې او ترمنځ یې بې باوري

خبريال ويب پاڼه/ تالبان‌ هغه ډله ده چې د پاکستان په مستقیم ملاتړ ژوندۍ او دې هېواد تر واکه ورسوله خو اوس د دواړو ترمنځ بې باوري او يو د بل پر ضد څرګندونې د دې ښکارندويي کوي چې نور د پاکستان او تالب نه سره کيږي.
پاکستان په دې وروستیو کې د تالبانو پر ضد اقدامات او څرګندونې کړې دي.
د پاکستان د ملي امنيت سلاکار مويد يوسف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې اوس هم د دوی پر هېواد د افغانستان له لوري بريدونه کېږي او تور يې پوري يې کړ چې د افغانستان په خاوره کې ترهه ګر شته او بیا په پاکستان کې بریدونه کوي خو تالبانو تل ویلي چې په خپله خاوره کې تروريستي ډلو ته اجازه نه ورکوي او د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد استعمال نه شي، چې دا دواړه خبرې سره په ټکر کې دي.
د نړيوالو اړيکو استادي نيلوپر سخي وويل په اوس وخت کې د تالبانو او پاکستان اړيکې د اندیښنې وړ دي.
هغې وويل چې پاکستان د تالبانو سره د اړيکو دقيقه محاسبه نه درلوده ځکه نو اوس ورسره داسې وشول.
هغې وويل چې پاکستان غواړي تالبانو سره ګډ کار وکړي ترڅو نړۍ يې په رسميت وپيژني ځکه دا دوی د شل کلن مزل يوه لاس ته راوړنه هم کيدلی شي.
پاکستان پر دې خوړين دی چې تالبان ولې د ټي ټي پي ملاتړ کوي دې هېواد زيات کوښښ وکړ چې افغان تالبان او ټي ټي پي سره جلا کړي خو داسې بريښي چې افغان تالبانو به ټي ټي پي انتخاب کړې وي.
تراوسه پورې پاکستان څوځله کوښښ وکړ چې ټي ټي پي په يوه نه په يوه لاره رازي کړي ترڅو سوله وکړي خو د دې ډلې غوښتنې لويي او پاکستان يې نه مني خو مقابل کې یې ټي ټي پي په پاکستان کې

Comments are closed.