ټي ټي پي او بلوڅ ملتپال به د پاکستان بيخ کاږي

خبريال ويب پاڼه/ د پاکستان اندیښنې ورځ تربلې زياتيږي او په دې هېواد کې د نا امنیو ګراف په لوړيدو دی او پاکستان وارخطا دی.
تازه د پاکستان لومړي وزير عمران خان دوه ورځې وړاندې د پاکستاني لسو عسکرو هلاکيدلو ته غبرګون ښودلی او ويلي يې دي چې زموږ سرتيري قرباني ورکوي ځانونه وژني خو موږ او تاسې ساتي.
عمران خان د بلوڅ ملتپالو هغه خونړي بريد چې پکښې لس پاکستاني عسکر هلاک شول خواشینی کړی او د بلوڅ ملتپالو له لوري دې برید دا وښودله چې هغوی هم د ټي ټي پي غوندي ځواکمن او کولای شي پاکستانی نظام چپه کړي.
د عمراخان وارخطايي د دې ښکارندويي کوي چې پاکستان به يا د ټي ټي پي او بلوڅو غوښتنې که هرڅومره درنې وي مني او يا به هم هره ورځ خپل هلاک عسکر ښخوي.
پاکستان د دې دواړو ډلو ګواښ تر اوسه هومره نه وو بللی لکه چې اوس یې ګواښوونکی حالت رامنځته کړی.
اوس د پاکستان هېواد پر افغان تالبانو هم پوره واک له لاسه ورکړی او تالبان اوس د يوه هېواد ا و دولت دعوا لري.
په يوه بل راپور کې دا هم وويل شول چې د پاکستان او افغان تالبانو اړیکې د پخوا په شان نه دي پاتي او کيدلی شي چې نورې هم خرابې شي.
پاکستان پر ټي ټي پي باندې د فشار او راضي کولو يوازنۍ وسيله همدا افغان تالبان لري.
تيره ورځ د پاکستان د ملي امنيت سلاکار مويد يوسف تور پوري کړ چې اوس هم له افغانستانه دوی ته ګواښ متوجې دی او د دې هېواد څخه په پاکستان کې بريدونه کيږي، د پاکستان دا څرګندونې د دې ښکارندويي کوي چې پر تالبانو اوس د پاکستان هغه پخوانی اعتماد نشته.
بل پلو هره ورځ له ټي ټي پي او بلوڅو رامنځته کيدونکي خطرناک ګواښونو پاکستان نور هم نا هيلی کړی.
په وروستي برید کې د بلوڅ ملتپالو يوې وسلوالې ډلې بلوچ لېبريشن فرنټ يا د بلوڅو ازادي خواه ډلې د بلوچستان ايالت په کچ سيمه کې د پاکستاني عسکرو پر يوې پوستې بريد کې لس پاکستاني عسکر هلاک او درې يې ژوبل کړل

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More