The news is by your side.

تازه: د ایران او تالبانو ترمنځ نښته شوې

خبریال ويب پاڼه/ يو شمېر خبرې سرچينې خبر ورکوي چې د تالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ د نيمروز ولايت سرحدي سیمه کې نښته شوې
جزيات دادي چې لومړی ایراني لاريون کوونکو د هغه موټرونو ښيښې ماتې کړې چې افغانستان ته يې تېل او ګاز واريدول.
ايراني لاريونوالو د کمال خان بند د اوبو د نه خوشي کيدلو له امله دا اعتراضونه پيل کړي او ژر تر ژره يې د دې بند د اوبو خوشي کولو غوښتنه کړې ده.
پرهمدې حال د لاریون په ترڅ کې د ایراني پوځيان او تالب پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د نښتې راپور هم ورکول شوی خو تر اوسه پوري رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د کمال خان بند تړل کيدلو راهيسي ايراني سیاستوال او هغه خلکو چې له دې اوبو يې استفاده کوله له افغانستان سره مخالفين او په دې برخه کې د بيا کتنې غوښتنه کوي.‌
د کمال خان بند تير کال د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له لوري ګټې اخيستنې ته وسپارل شو هغه نن افغان ولسمشر ايران ته وويل نورې اوبه نشته او که اوبه غواړئ نو بیا تیل راکړئ او اوبه واخلئ.
په دې وروستیو کې داسې راپورونه د ایران سفارت خپاره کړل چې د دوی هېواد ته د متقي د سفر لړ کې دا هوکړه وشوه چې تالبان به د کمال خان بند اوبه ايران ته ور خوشي کوي خو دا راپورونه بیا تالبانو رد کړل او ويې ويل چې د کمال خان اوبه خوشي شوې خو د زرنج د خلکو ته غوښتنه دې ښار ته خوشي شوې.

Comments are closed.

koi finance