The news is by your side.

ملا يعقوب: تالب جنګیالي باید د تحصلي اسنادو پرته وګمارل شي

خبریال ويب پاڼه/ د تالبانو د دفاع وزير ملا محمد يعقوب مجاهد په خپلو تازه څرګندونو چې په منصوري قول اردو کې يې کړې معيار له منځه وړی او غوښتنه يې کړې ده چې په دولتې ادارو کې دي بې سواده تالبان مقرر شي هغه ويلي د اسنادو څخه پرته بايد تالبان په دولتي څوکيو وګومارل شي، ځکه دوی شل کاله په غرونوکې له امریکا سره جګړه وکړه.
دا چې تالبان ښې حکومتولۍ ته ځان ژمن ښيي خو بیا يې مشران په دې نيت چې بايد پر بستونو بې سواده تالبان وګمارل شي دا به څنګه اداره وي؟
د تالبانو د واکمنۍ را په دېخوا خلک د ټولو ادارو د فلج کيدلو له امله له زياتو ستونزو سره مخ دي او وايي چې اوس وزارت خونې او ټول دولتي ادارات د مسلکي کسانو د نشت له امله له فلج سره مخ دي.
مسلکي کسان څه شول؟
د تالبانو په راتګ سره زیات شمېر مسلکي ځوان کدرونه د تالبانو څخه د ويري له امله له هېواده وتښتېدل او يو زيات شمیر چې دننه هېواد کې دي په يوه او بل نامه ګوښه او پرځای يې ملايان مقرر شول اوس هم پوره بشري ځواک شتون لري چې ټول بې کاره ګرځي او په ادارو کې د تالبانو او ملایانو واکمني ده.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان موده مخکې افغانستان ته د بشري ځواک او مسلکي کسانو د ليږلو وویل چې تالبان د مسلکي کدرونو له نشت سره مخ دي ولې بیرته تالبانو وويل چې دوی ښه مسلکي کسان لري او له عمران خان څخه يې مننه وکړه خو له ښاغلي ملایعقوب څخه بايد پوښتنه وشي چې تاسې ولې پر ولس باور له لاسه ورکړی او د هغوی مسلکی او لوستي اولادونه له مهم بستونو څخه ليري کوي او ملايان چې ادارې يې اوس هم له فلج سره مخ کړې په دندو ګمارئ

Comments are closed.