The news is by your side.

پاکستان: له افغانستانه د ميليونونو ډالرو په ارزښت قاچاق وسلې يې نيولې

خبريال ويب پاڼه/ پاکستان په ښکاره ډول سره غواړي ځان بې طرف وښيي.
دې هېواد له هغه مالوماتو پرده پورته کړې او ويلي يې دي چې له افغانستانه ورته امريکايي وسلې قاچاق کیږي.
د دې هېواد ګمرکي چارواکو مالومات ورکړي چې د ميليونونو ډالرو په ارزښت يې له افغانستانه ور قاچاق کيدونکي امريکايي وسلې نيولې دي.
پر همدې حال په پاکستان کې د وسلو کاروباريان او صنعتکاران هم له دې چارې څخه سر ټکوي او وايي له افغانستانه د دې وسلو قاچاق دوی کاروبار خراب کړی او اوس څوک پاکستانۍ وسلې نه خوښوي.
د تالبانو پر يو شمېر محلي قوماندانانو داسې تورونه. ثبوت شول چې په سرحدي ولایتونو کې يې دا وسلې قاچاق کولې.
د جمهوريت له سقوط وروسته لکونه میله امریکایي وسلې او تجهيزات چې د افغان پوځ په نظامي مرکزونو کې خوندي وو تري تم شول او وروسته مالومه شوه چې دا وسلې ‌پاکستان ته قاچاق کيدلې په دې تړاو څو ځله تالبانو هم اعلانونه وکړل چې پاکستان ته يې د وسلو قاچاق کوونکي نیولي.
دا کسان څوک دي
اوس ښکاره خبره ده چې د وسلې او نظامي تجهيزاتو واک له تالبانو سره دی نو که داسې وي د وسلو قاچاق او خرڅول هم په تالبانو پوري اړه لري او د همدوی د لیکو کسان دي چې د وسلو قاچاق کوي.
پاکستان ته قاچاق کیدونکي وسلې هلته خانان ملکان او نوري ترورستي ډلې ترلاسه کوي او ښايي بیرته د همدې تالب ملا ور باندې ماته کړي.
تراوسه پوري په دې اړه په رسمي ډول تالبانو څه نه دي ويلي خو ښايي له دې چارې دوی منکر هم نه شي ځکه اوس هم ډ افغان پوځ او پوليسو پرمخ تللې وسلې په جوپو جوپو دې هېواد ته په غلا او ښکاره روانې دي

Comments are closed.