The news is by your side.

بايډن د خپلې کورنۍ نوې غړې معرفي کړه د امريکا لومړۍ پيشو

خبريال ويب پاڼه/ د امريکا ولسمشر جوبایډن داسې ښکاري چې د حيواناتو سره علاقه لري.
هغه د ټرمپ هغه بنديز هم ليري کړ چې سپينه ماڼۍ کې يې د سپي پر شتون لګولی او موده وړاندې يې د سپینې ماڼۍ سپي ته هم ښه راغلاست وويل.
اوس تازه د امريکا ولسمشر جو بایډن د ويلو په نوم يوې پيشو ته راغلاست ويلي بايډن د ښه راغلاست ليکنه او د پيشو انځور پر خپله فېسبوک پاڼه خپاره کړي. په نوم يوې فيسبوک کاروونکې په خپله تبصره کې وويل تاسې به څو نور حيوانات څاروې سپينه ماڼۍ کې اضافي کړئ؟
د ويلو په هکله ویل کيږي چې د لیدلو کتلو لپاره سپينه ماڼۍ کې ډير ځای لري او هغه د خپلو لوبو له وسایلو او جايزو سره یوځای سپینې ماڼۍ ته ستنه شوې.
يوې بلې پيشو چې تر ۲۰۰۹ زیږدیز کال پوري سپنه ماڼۍ کې وه او هلته يې د شلو کلونو لپاره ژوند وکړ ويلو یوه بله پيشو ده چې په ۲۰۲۲ کال کې بيا سپینې ماڼۍ ته ځي
بایډن د امريکا ۴۶ ولسمشر او په عمر تر ټولو زوړ ولسمشر دی هغه ډونالډ ټرمپ ته په ماتې ورکولو سره سره وکولای شول چې ځان د امريکا د ډيموکراتانو له ګوند څخه ولسمشر کړي.
هغه د خپلې دورې په لومړيو د افغانستان شل کلنه جګړه پای ته ورسوله او له دې هېواده يې ټول امريکايي سرتيري و ايستل داسې ګمان کيږي چې د بايډن محبوبيت هم د امريکا په کچه په کموالي دی او اوس امريکايان ورباندې د پخوا په پرتله باور نکوي.

Comments are closed.