The news is by your side.

په افغانستان کې د جهاد فتوا ورکوونکي سيف له تالبانو سره جګړه اعلان کړه

خبريال ويب پاڼه/ د پښتونخوا د صوبايي حکومت مشر محمد علي سيف د تالبانو پر ضد تازه څرګندونې کړې کوم سړي چې په افغانستان کې د تالبانو جګړې ته جهاد وايه.
د صوبايي حکومت دې مشر ويلي چې تالبانو د پاکستان په وړاندې ګواښونه ختم کړي نه دي.
ده زیاته کړه چې افغانستان د تالبانو په لاس کې دی ولې اوس هم هلته نه پر پاکستان بريدونه کيږي.
سيف چې يو وخت یې په کشمير او افغانستان کې جګړو ته جهاد ويل او د تالبانو کلک پلوي وو، اوس پر دې ډله خپل باور له لاسه ورکړی او ترې يې شکایت وکړ.
هغه په پاکستان کې وروستيو خونړيو بريدونو ته په اشاره وويل چې دا د افغانستان څخه سازمان شوي وو، او دا کسان په افغانستان کې مرکزونه لري چې په وينايي بيا په پاکستان کې راځي او بريدونه کوي.
د پاکستان هغه باور چې څو مياشتې يې وړاندې پر تالبانو درلود اوس له منځه تللی دوه ورځې وړاندې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار مويد يوسف هم د تالبانو په بريا سره د پاکستان د اخ اډب د زياتيدو خبره وکړه او و يې ويل چې په افغانستان کې د تالبانو له بریا وروسته په پاکستان کې د نا امنیو غ پيښو ګراف لوړ شوی چې دوی ورته اندیښنه لري.
له دې سره ترخوا د تالبانو او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدوکې هم ترينګلتيا وي رامنځته شوې چې څو ځله يې نښتې هم وکړې او لاهم دغه مسله نا حله پاتې ده.
تمه وه چې د جنوري په اتلسمه نېټه د پاکستان د ملي امنيت سلاکار کابل ته راشي خو د نا مالومو دليلونو له مخې یې سفر لغوه شو او لاهم تر اوسه پاتي دی.

Comments are closed.

koi finance