پر يوازني پنجشيري تالب بم چاؤدنه شوې
خبريال ويب پاڼه/ عبدالحمید خراساني چې د تالبانو په راتګ سره د پنجشېر ولایت د امنيت امر وټاکل شو، راپورونه وايي چې نن د عبدالحمید خراساني پر موټر د پنجشېر ولايت په رخه ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنه شوې، دا پيښه د دې ولسوالۍ په ملاخيل سيمه کې رامنځته شوې او خراساني پکښې کوم زيان نه دی رسيدلی.
په پنجشير ولايت کې کله ناکله د ماین چاودنو او نښتو راپورونه ورکول کيږي، کله چې د تير اګست مياشت کې تالبانو افغانستان ټول واک ترلاسه کړ ورسره سم لاهم پنجشير نه وو، نيول شوی چې د قوماندان مسعود زوی د جبهې مقاومت په نوم د ډلې شتون او د تالبانو په وړاندې د جګړې اعلان وکړ.
له هغه راوروسته په يو شمېر شمالي ولایتونو کې يو شمېر د نا امنیو پيښې تر سترګو کيږي چې تل يې پړه د جهبې په نوم ډله پر غاړه اخلي تراوسه پورې د پنجشيري تالب د پيښې په هکله تالبانو څه نه دي ويلي او نه هم کومې ډلې د دې چاودنې مسووليت منلی خو دا ښکاره خبره ده چې د دې پيښې مسولیت به د جبهې مقاومت ډله پر غاړه اخلي.
عبدالحمید خراساني چې د جمهوري دولت پر مهال هم زنداني او فراري وو او په وروستيو کې يې وسله غاړې ته واچوله د سقوط په شپو او ورځو کې یې خپل ملاتړ له تالبانو څخه اعلان کړ او د هغوی هم د اعتماد وړ وګرځېد، چې اوسمهال د پنجشېر ولايت د امنيت امر دی.
خراساني د افغان ولسمشر اشرف غني د لومړي مرستيال امرالله صالح سره داسې مالومیږي چې ټينګ مخالفت لري او د جمهوريت د واک پرمهال صالح څو ځله د نوموړي د نيولو هڅه وکړه خو پکښي ناکام شو خو اوس واک د خراساني دی او صالح په هیواد کې نشته.
د مقاومت جبهې چې خپل شتون اعلان کړی اوس تالبان په دې هڅه کې دي څو له دوی سره خبرې وکړي غوښتنې يې ومني او له مقاومت او مخالفته يې را وګرځوي لومړی ايران او اوس روسيې د مقاومت جبهې او تالبانو ترمنځ د خبرو هڅې پيل کړې دي.
تالب بم چاؤدنه شوې
عبدالحمید خراساني چې د تالبانو په راتګ سره د پنجشېر ولایت د امنيت امر وټاکل شو، راپورونه وايي چې نن د عبدالحمید خراساني پر موټر د پنجشېر ولايت په رخه ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنه شوې، دا پيښه د دې ولسوالۍ په ملاخيل سيمه کې رامنځته شوې او خراساني پکښې کوم زيان نه دی رسيدلی.
په پنجشير ولايت کې کله ناکله د ماین چاودنو او نښتو راپورونه ورکول کيږي، کله چې د تير اګست مياشت کې تالبانو افغانستان ټول واک ترلاسه کړ ورسره سم لاهم پنجشير نه وو، نيول شوی چې د قوماندان مسعود زوی د جبهې مقاومت په نوم د ډلې شتون او د تالبانو په وړاندې د جګړې اعلان وکړ.
له هغه راوروسته په يو شمېر شمالي ولایتونو کې يو شمېر د نا امنیو پيښې تر سترګو کيږي چې تل يې پړه د جهبې په نوم ډله پر غاړه اخلي تراوسه پورې د پنجشيري تالب د پيښې په هکله تالبانو څه نه دي ويلي او نه هم کومې ډلې د دې چاودنې مسووليت منلی خو دا ښکاره خبره ده چې د دې پيښې مسولیت به د جبهې مقاومت ډله پر غاړه اخلي.
عبدالحمید خراساني چې د جمهوري دولت پر مهال هم زنداني او فراري وو او په وروستيو کې يې وسله غاړې ته واچوله د سقوط په شپو او ورځو کې یې خپل ملاتړ له تالبانو څخه اعلان کړ او د هغوی هم د اعتماد وړ وګرځېد، چې اوسمهال د پنجشېر ولايت د امنيت امر دی.
خراساني د افغان ولسمشر اشرف غني د لومړي مرستيال امرالله صالح سره داسې مالومیږي چې ټينګ مخالفت لري او د جمهوريت د واک پرمهال صالح څو ځله د نوموړي د نيولو هڅه وکړه خو پکښي ناکام شو خو اوس واک د خراساني دی او صالح په هیواد کې نشته.
د مقاومت جبهې چې خپل شتون اعلان کړی اوس تالبان په دې هڅه کې دي څو له دوی سره خبرې وکړي غوښتنې يې ومني او له مقاومت او مخالفته يې را وګرځوي لومړی ايران او اوس روسيې د مقاومت جبهې او تالبانو ترمنځ د خبرو هڅې پيل کړې دي.
Comments are closed.