The news is by your side.

معيد پر تالبانو د خپلې بې باورۍ سره سره نن کابل ته راغلی

خبريال ويب پاڼه/ د روانې مياشتې په ۱۸ نېټه پلان وو، چې د پاکستان دا چارواکی د يوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راشي خو په یوه نامالوم دليل یې سفر وځنډېده.
خو نن د تالبانو وياند تائید کړه چې د شنبی په ورځ د پاکستان د ملي امنيت سلاکار معيد يوسف کابل ته راغلی.
د پاکستان سفیر منصور خان وويل چې معيد تر اوسه د تالبانو بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي سره ليدلي او تمه ده له نورو تالب چارواکو سره هم وګوري.
د معيد د سفر په هکله وړاندې ويل شوي وو، چې دی به د خپل سفر په لړکې د تالبانو سره د ډيورنډ کرښې پر سر د را پورته شوي جنجال او د اغزن تار لګولو د پروژې په هکله له تالبانو سره وږغيږي، تالبانو او پاکستان د ډيورنډ فرضي کرښې پر سر نښتې او جنجالونه وکړل او تالبانو ګواښ وکړ چې هيچاته به د ډيورنډ پر سر د اغزن تار لګولو اجازه ورنکړي.
له دې تريتکتیا وروسته تالبانو او پاکستان دواړو وويل چې غواړي د دې موضوع په هکله د خبرو له لارې حل پيدا کړي، او له دې سره سم پاکستان د خپل ملي امنيت سلاکار معيد يوسف سفر کابل ته پلان کړ.
معيد‌يوسف که و پوښتل شي نو پر تالبانو بې باوره او یوازي دوه ورځې وړاندې يې د افغانستان څخه پر پاکستان د بریدونو خبره وکړه هغه تور پوري کړ چې د تالبانو په بريا سره په پاکستان کې د نا امنیو پيښې د پام وړ زیاتې شوې.
اوس چې د یوه باور لپاره معيد کابل ته راغلی نو سوال دی چې دا سفر به يې څومره اغېزمن او د دوی د هدف وړ تمام شي خو شنونکي بیا د پردې تر شا د تالب او پاکستان خبره پلان او کارونه يو بولي، ځکه په تیره شل کلنه جګړه کې يوازي پاکستان وو چې په ښکاره او پټه توګه يې تالبان وساتل او بریالي يې کړل.

Comments are closed.